1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان سفير د لور تښتونه او په وړاندي يې غبرګونونه

۱۴۰۰ تیر ۲۷, یکشنبه

په اسلام اباد کې د افغان سفیر لور تښتونې ته غبرګونونه، ایا پاکستان نړېوالو کنوانسیونونو ته ژمن دی؟ یوشمېر افغان کارپوهان وايي، پاکستان د ډيپلوماټانو خوندېتوب په اړه نړېوال میثاقونه تر پښو لاندې کوي.

Kabul Botschaftsgebäude von Pakistan
آرشيف انځور ـ په کابل کي د پاکستان د سفارت ودانۍانځور: AFP/W. Kohsar

په اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور تښتونې یوشمېر افغانان سخت غوسه کړي او پاکستان یې تورن کړی چې په دې موضوع کې یې ټول سیاسي او ډيپلوماټیک اخلاق تر پښو لاندې کړي.

د افغانستان د حقوقپوهانو اتحادیه وايي، اسلام اباد کې وروستی پېښه په ډاګه کوي چې پاکستان د ۱۹۶۱ او ۱۹۶۳ د ویانا نړېوالو میثاقونو ته هیڅ ډول ژمنتیا نه لري.

ددې اتحاديې مرستیال عبدالسبحان مصباح دویچه ویله ته وویل: «د ویانا کنوانسیونونه چې په ۱۹۶۱ او ۱۹۶۳ کې په خپله دوی لاسلیک کړي دي، له حقوقي اړخه ملزم دي چې رعایت یې کړي خو دوی یې نقضوي.»

د ښاغلي مصباح پروینا، پاکستان د بشري حقونو نړېواله اعلامیه او د ملګرو ملتونو منشور هم له پامه غورځولي.

د ویانا کنوانسیونونو کې څه دي؟

د ۱۹۶۱ میلادي کال د اپریل په ۱۸ نیټه د اطریش پلازمینه ویانا کې د ډيپلوماټیکو حقونو اړوند کنوانسیون لاسلیک شو، چې له مخې یې کوربه هېوادونه د ډيپلوماټانو او سیاسي استازو په خوندېتوب مکلف ګرځول شوي.

دغه راز، د ۱۹۶۳ میلادي کال د اپریل په ۲۴مه ویانا کې د کنسولي اړیکو یو بل کنوانسیون هم لاسلیک شوی چې د پاکستان سربیره په ۱۷۳ هېوادونو اعتبار لري.

د کارپوهانو پر باور دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان کې له افغان ډيپلوماټانو او سیاسي استازو سره دغسې چلند کیږي.

د ۲۰۰۸ میلادي کال د سپټمبر ۲۳مه اسلام اباد کې پخوانی افغان سفیر عبدالخالق فراهي د پیښور له حیات اباد څخه وتښتول شو، چې پوره دوه کاله او دوه میاشتې له برمته کونکو سره بندي ؤ.

دغه راز، ځیني کتونکي خو امریکا ته د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د پخواني افغان سفیر ملاعبدالسلام ضعیف ورسپارل هم د ټولو نړېوالو اصولو او کنوانسیونونو خلاف عمل بولي.

له پاکستان سره د اړیکو پرېکولو غوښتنه

اسلام اباد کې د افغان سفیر لور تښتونې ته د غبرګونونو په دوام نن یکشنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د جولايي ۱۸مه) کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته لاریون هم وشو.

لاریون کونکو په یوه غږ له پاکستان سره د ډيپلوماټیکو اړیکو پرې کولو غوښتنه کوله.

د لاریون ګډونوال او د کابل پوهنتون استاد محمود مرهون دویچه ویله ته وویل: «زمونږ پریکړه لیک کې دا مسله ډېره جدي نېول شوې، یو له مواردو داده چې پاکستان سره دې ژر تر ژره ټولې ډيپلوماټیکې اړیکې پرې شي.»

د لاریون کونکو په پریکړه لیک کې له افغان حکومت غوښتل شوي چې په نړېواله محکمه کې دې د موضوع په تړاؤ حقوقي دعوه پرانېزي. د پاکستان په اړه د یوې ځانګړې تګلارې رامنځته کول د پریکړه لیک بله غوښتنه وه.

لاریون کونکو پر طالبانو هم غږ وکړ چې د روان کړکیچ په اړه د پاکستان پروړاندې خپل دريځ اعلان کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، اسلام اباد کې د افغان سفیر د تښتونې په اړه کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او ددې پېښې د جدي پلټنو غوښتنه یې کړې.

هاخوا پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې د هغه هېواد لومړي وزیر عمران کورنیو چارو وزیر ته ۴۸ ساته وخت ورکړی چې د افغان سفیر د لور د تښتونې او شکنجه کولو عاملان ونیسي.
 

 اسماعیل شاکر – کابل