1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغان سولې له پاره وخت پر پای ته رسېدو دی»

۱۴۰۰ خرداد ۲۷, پنجشنبه

د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ويلي دي چې د افغان سولې بهير د چټکولو له پاره لا ډېرو هلو ځلو ته اړتيا ده. هغه خبرداری ورکړی چې د افغان سولې له پاره وخت پای ته پر رسېدو دی.

Russland Gespräche zwischen Taliban und afghanischen Politiker in Moskau
انځور: Reuters/E. Novozhenina

د اروپايي ټولنې دغه ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د پاکستان پلازمېني اسلام آباد ته د سفر پر وخت ويلي دي چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته په کتو سره د افغان سولې بهير بايد چټک کړل شي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرې اترې د روان ميلادي کال له لومړيو مياشتو راهيسې په ټپه ولاړې دي.

نېکلاسن ويلي: «د سولې په برخه کې اساسي پرمختګ ډېر لږ او يا هیڅ نه دی شوی، نو له دې کبله ډېري هلې ځلې باید وشي.»

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند او د حکومتي پلاوي غړيو د سې شنبې په ورځ ویلي ول چې له مذاکراتي پلاوي سره يې خبرې اترې کړي دي.

خو نېکلاسن ويلي دي چې د اساسي پرمختګ له پاره اړتيا ده چې دواړه لوري د هيواد او د خبرو اترو د برياليتوب له پاره خپل اصلي وړاندیزونه پر ميز کیږدي چې طالبانو دا کار تر اوسه نه دی کړی.

طالبانو ولې د اروپایې ټولنې وروستی اعلامیې ته غبرګون وښود؟

نوموړي زياته کړه: «ډېر امکان لري چې د طالبانو وړاندیز ښايي د يوه اسلامي امارت په اړه وي چې دا د مذاکراتو په ترڅ کې روغه خبره ده، ځکه چې په دې صورت کې بيا سړی کولی شي وګوري چې په کومو برخو کې جوړ جاړی کيدلای شي او دواړه اړخونه په کومو برخو کې يو بل ته سره تیريږي.»

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي ول چې ډله یې يوه ليکل شوې طرحه لري، خو ډاګيزه به یې نه کړي او نه به یې هم له بهرنيانو سره شريکه کړي او هغه به تر اساسي مذاکراتو پورې محرمه وي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر په دې وروستيو کې ویلي ول چې هېواد په بشپړه توګه د افغان سولې د بهير ملاتړ کويانځور: Getty Images/AFP/F. Naeem

د اروپايي ټولنې دغه ځانګړي استازي چې په روانه اونۍ کې يې په اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره ليده کاته لرله، وويل چې دی باور لري چې پاکستان دا درک کړې ده چې په افغانستان کې سوله یې په ګټه ده. خو ویې ویل چې دغه هيواد بايد پر طالبانو خپل ټول اغیز واچوي چې د روغې جوړې له پاره خپل ليکل شوي وړاندیزونه وړاندې کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر په دې وروستيو کې ویلي ول چې پاکستان په بشپړه توګه د افغان سولې د بهير ملاتړ کوي، خو نه غواړي د «بلا ډال» وګرځول شي او د مذاکراتو د ناکامیدو په صورت کې پرې ملامتيا واچول شي.

نېکلاسن په دې ترڅ کې ویلي: «زه تر اوسه د طالبانو له خوا د خبرو پر میز د خپل وړاندیز د ايښوولو په برخه کې لږ پرمختګ وينم، خو دا چې علت یې ناکافي اغېز دی او که د ټول اغېز نه کارول دي، زه پرې په رښتيا نه پوهيږم.»

خو هغه زياته کړه: «زه ډاډه یم چې پاکستان اوس وضعيت درک کړی او دا چې څومره بېړي ته اړتيا ده او دا یې په خپله ګټه هم ده چې [پر طالبانو] خپل بشپړ اغیز وکاروي.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل