1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينآسیا

د افغان سیکانو او هندوانو يوه ډله هندوستان ته ورسيده

۱۳۹۹ مرداد ۶, دوشنبه

د افغان سیکانو او هندوانو يوه پنځه ويشت کسيزه ډله د يکشنبې په ورځ هندوستان ته ورسيده. پر افغان هندوانو او سيکهانو د روان کال په لومړيو کې په کابل کې ډله ايز برید وشو چې په ترڅ کې يې۲۵ کسان ووژل شول.

Pakistan und Indien Eröffnung Sikh Pilgerweg in Kartarpur
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د روان کال په مارچ مياشت کې په کابل ښار کې د سيک-هندو پر يو معبد باندې وسله وال بريد کې د دغه مذهبي اقليت ۲۵ کسان ووژل شول. د بريد مسئوليت داعش ډلې منلی وو.

له نوي ډيلي څخه د فرانسې خبري آژانس، د هندي رسنيو له قوله ليکي چې له جګړه ځپلي افغانستان څخه د راغلو ۱۱ سيکانو څخه لس يې په بريد کي د وژل شوو سيکهانو خپلوان دي.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي نیدن سينګ سچديو، هغه افغان سيک چې په افغانستان کې د سیکهانو له يوه معبد څخه تښتول شوی وو، هم په دغه ډله کې تيره ورځ نوي ډيلي ته رسيدلی دی.

د دغه وزارت په اعلاميه کې راغلي: «په افغانستان کې د سيک او هندو ټولنې پورې اړوند، شاوخوا ۱۱ تنه نن هندوستان ته ورسیدل.»

په اعلاميه کې زياته شوې: «هندوستان دغو افرادو ته ويزې او سفري امکانات برابر کړل تر څو هندوستان ته سفر وکړي.»

افغانستان چې اکثريت اوسیدونکي يې مسلمان دي، داسې اټکل کيږي چې د هندو او سيک مذهبي اقليت شمير پکې يوازې د څو زرو په شاوخوا کې دی.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت، د افغان هندو او سيکهانو د ويزو د مودې او دا چې د کوم قانون له مخې دوی ته ورکړل شوي دی، په اړه يې جزئيات نه دي ورکړي.

د لومړي وزير نريندرا مودي په مشرۍ د هندوستان عوامپاله حکومت په دسامبر میاشت کې د پارلمان له لارې د تابعت يو قانون تصويب کړ.

دغه قانون په ګاونډيو هيوادونو کې د غيرمسلمان لږکيو له پاره د هندوستان تابعيت د ترلاسه کولو شرايط اسانه کړي دي.

هغه مهال د مودي د دغه قانون پر ضد په هندوستان کې پراخ اعتراضونه وشول. د اعتراض کوونکو ويره دا وه چې دغه قانون به د هندوستان د شاوخوا ۲۰۰ ميلیونه مسلمانانو خلاف وکارول شي، خو لومړي وزير مودي ټينګار کاوه چې د تابعيت نوی قانون د مسلمانانو پر ضد نه دی.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل