سپورتافغانستان
د افغان غرختونکي علي اکبر سخي جسد د هغه کورنۍ ته وسپارل شو
۱۴۰۲ مرداد ۱۰, سهشنبهاعلان
د طالبانو سفارت پر خپل ټویټر لیکلي، علي اکبر سخي د تېر ۲۰۲۲م کال په جولای میاشت کې د پاکستان K2 غره لوړې څوکې ته د ختلو پر مهال د زړه د حملې له امله مړ شو؛ خو د خرابې هوا له امله یې د جسد راوړل پاتې شول. له هغه سره په دې سفر کې یو شمېر بهرني غرختونکي هم شامل ول.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، د علي اکبر سخي جسد د پاکستان حکومت پیدا او تېره ورځ یې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ته سپارلی دی.
د پاکستان K2 غر لوړه څوکه د سمندر له سطحې څخه د ۸۶۱۱ متره په لوړوالي سره د همالیا د لوړې څوکې ایورسټ څخه وروسته د نړۍ دویېمه لوړه څوکه ده.
علي اکبر سخي د «هایک او وینچر» په نوم د هغه نهه کسیزې ډلې مشري هم کړې، چې د افغانستان په شمال کې د نوشاخ څوکې ته ختلې وه.