1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ميليونو افغان ماشومان عاجلو مرستو ته اړتيا لري

۱۳۹۹ خرداد ۲۳, جمعه

په افغانستان کې د ماشومانو د حفاظت او مرستې سازمان د ماشومانو د وضعيت په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه سازمان وايي چې له ۸ ميليونو ډير ماشومان د کرونا بحران له کبله بشري مرستو ته اړتيا لري.

Afghanistan Flüchtlingskinder
انځور: Getty Images/AFP/H. Hashimi

لږ تر لږه ۱۴ ميليونه انسانان په افغانستان کې عاجلو مرستو ته اړتيا لري.

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې او مرستو سازمان «سيف دي چيلدرين» په خپل يوه تازه رپوټ کې په دغه هيواد کې د ماشومانو د وضعيت په اړه خبرداری ورکړی دی او ويلي يې دي چې د کرونا وبا په دغه هيواد کې وضعيت نور هم خراب کړی دی.

په افغانستان کې د ياد سازمان مشر ميلان دنچ، د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ: «دا ډیره حياتي ده چې افغانستان ته بشري مرستي او سوداګريز توکي وارد کړای شي او بيا هغو سيمو ته چې جدي اړتيا ورته لري واستول شوي.»

د کرونا بحران سبب شوی چې نړیوال سرحدونه وتړل شي او د سوداګرۍ بهير له خنډ سره مخ شي. حتی تر دې چې افغانستان ته د خوراکي موادو او درملو واردات هم متوقف شي. اوس مهال په افغانستان کې د لومړنيو توکو بيې هم خورا لوړې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له ۱۴ زرو څخه ډير انسانان عاجلو مرستو ته اړتيا لري. د دغه سازمان په وينا، د کرونا بحران او د بيکارۍ کچې په ډيريدو سره، اوس دغو مرستو ته د اړمنو خلکو اړتيا د پخوا په پرتله نوره هم ډيره شوې ده.

د کرونا بحران تر څنګ، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ضد فعاليتونه او تروريستي حملو هم د وضعيت په خرابيدو کې مرسته کړې ده. د افغانستان ډيرو ناامنو سيمو ته د بشري مرستو استول ډير سخت دي او یا خو هيڅ امکان نه لري.

ارقام ښيي چې افغانستان ۳۷ اعشاريه ۶ ميلیونه نفوس لري. افغانستان په اوس وخت کې نه یوازې د کرونا ناروغۍ په مقابل کې يو ضعيف روغتيايي سیستم لري، بلکې د جګړو او فقر سره هم لاس او ګريوان دی چې له امله يې په دغه هيواد کې بشري وضعيت لا پسې خراب کړی دی.

Rsh/Si (dpa)/m.ks/ a.a

پر ورته موضوع يو انځوريز البوم هم کتلائ شئ!