د افغان ملت د گوند عمومی منشی سره يوه مرکه
۱۳۸۴ آبان ۱۲, پنجشنبهڅو ورځی کېږی چې د دغه گوند يو مشر ښاغلی شمس الهدا شمس په حق ورسيد. له دی امله د آلمان غږ راديو د افغان ټولنپال ولسواک گوند، چې په افغانی ټولنه کښې زياتره د افغان ملت په نوم مشهور دی، د عمومی منشی محمد آصف سره يوه مرکه کړيده. په دی مرکه کښې د شمس الهدا شمس نه سر بيره په افغانستان کې د دغه گوند رول او نوم او هم د ولسی جرگی په ټاکنو کې د گوند د برخه اخيستنی په اړوند خبری شوی دی.