1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان ملي اردو د نقليه وسايلو د اضافي پرزو پلټنه

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۲ مهر ۲۵, پنجشنبه

د يو رپوټ له مخې د افغانستان د ملي پوځ د کمزوري حفظ او مراقبت د سيستم له امله د متحده ايالاتو تر مشري لاندي يوه هڅه له خاورو سره برابره شوې چي موخه يي د افغانستان د ملي پوځ لپاره د اضافي پرزو اوسامان آلاتو چمتو کول دي.

د افغانستان ملی پوځ
د افغانستان ملی پوځانځور: picture-alliance/dpa

دغه رپوټ د چهار شنبه په ورځ (د اکتوبر ۱۶) د افغانستان د بيارغاوني لپاره د متحده ايالاتو د ځانګړي پلټونکي له خوا خپور شو. په رپوټ کي راغلي دي چي له ۲۰۰۴تر ۲۰۱۲کلونو پوري د افغانستان د ملي پوځ د نقليه وسيالو لپاره د اضافي پرزو او سامانونو باندي د ۳۷۰مليونو ډالرو د لګول شوو پيسو د زياتي برخي «حساب او کتاب» لا تراوسه معلوم نه دی.

د متحده ايالاتو تر مشري لاندې د متحدينو ګډ امنيتي انتقالي قوماندانۍ پر افغان پوځ تکیه وکړه چي د وسيالو او تجهيزاتو يو صحيح موجودي به کوي. په رپوټ کي يادونه شوي ده ، خو افغانان لا تراوسه نه دي توانيدلي چي د پرزو او سامانونو يو تازه شميرنه وړاندي کړي چي د هغو کومي برخي په ګدام کي موجودي دي او د کومي برخي فرمايش ورکړ شوی دی او دا برخې به څه وخت راورسيږي.

رپوټ کي وړاندې ويل شوي دي چي د متحده ايالاتو پلټني داسي سندونه ونه موندل چي له ۲۰۰۴تر ۲۰۱۲کلونو پوري افغان ملي پوځ ته د پرزو د ورکړو پخلي وکړ. د يو رپوټ په يوه برخه کي ويل شوي دي چي د دي کار په نتيجه کي «د انتقالي قومانداني د نقليه وسيالو د پرزو د رانيولو د ادارې اوسنې پروسه د متحده ايالاتو پيريدل شوي وسايل او مالي منابع د ضياع، جعلي کاري او ناوړه استفادي له ګواښ سره مخامخه کړې ده.»

دغه پلټنه افغانستان سره د متحده ايالاتو د مرستو په هکله د ځانګړي پلټونکي د عمومي دفتر له خوا يو شمير سخت انتقادي رپوټونه څاري. په هغو کي د امريکا متحده ايالاتو د سمندري قطعې لپاره د ۳۴مليونو ډالرو په ارزښت د يوې ودانۍ حسابونه هم شامل دي. ويل شوي دي چي ښايي هيڅکله له دغي ودانۍ څخه کار وانه اخيستل شي.

په ۲۰۰۱کال کي د طالبانو د رژيم د نسکوريدو څخه را په دي خوا افغانستان سره د امريکا متحده ايالاتو له خوا په ټوليزه توګه د څه د پاسه ۹۵مليارد ډالرو د مرستو منظوري شوې ده.

دغه راز رپوټ يادونه کوي چي د عمومي پلټونکي پلاوي په افغانستان کي د اضافي پرزو له څلور ديپوګانو څخه ليدنه کتنه وکړه او وليدل شول چي افغان پوځ « په هيڅ يوې ډيپو کي بشپړه صحيح موجودي نه لري.» په رپوټ کي زياته شوي ده: «سر بيره پر دی د افغانستان ملي پوځ لا تراوسه د نقليو وسيله لپاره د اضافي پرزو فرمايشونه ورکوي ، پرته له دي چي يي غوښتنه شوي وي او يا د استفادې لپاره ورته اړتيا وي.»

ایساف یو نقلیه وسیلهانځور: AP

د پلټونکي پلاوي رپوټ کي د نقليه وسيلو د پرزو د بکسونوعکسونه هم ضميمه شوي دي، دغه بکسونه د ملي پوځ د سامان آلاتو د موجودې په هيڅ لست کي ثبت شوي نه دي، خو د افغانستان په ګدامونو کي خواره واره پراته دي.

امنيتي انتقالي قوماندانۍ چي په افغاسنتان کي د ناتو تر مشرۍ لاندې ايتلاف له خوا اداره کيږي وروسته له هغي د نوموړې پلټنې غوښتنه وکړه چي هغې قومانداني ونه شو کړاې د ۲۳۰مليونو په ارزښت د اضافي پرزو حساب ورکړي.

په رپوټ کي ويل شوي دي چي دغې قومانداني د پلټونکي پلاوي نتايج منلي دي او اوس پلان لري ترڅو ټولې اضافي پرزې مخکي له دي چي د افغانستان د ځواکونو په اختيار کي کيښودلي شي د متحده ايالاتو د «انتقال يو ګدام» ته وليږدولي شي.

په افغانستان کي د ناتو د روزني ماموريت وويل چي هغه د نقليه وسايلو د پرزو د درک معلوملو او دغه راز د دې لپاره چي په راتلونکي کال کي د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د ملي پوځ نقليه وسيلي فعالي پاتي شي، يو لړ اقدامات لاس لاندي نيولي دي.

د نوموړي ماموريت د قومانداني مرستيال، تورن جنرال دين ميلنر په يوه وينا کي وويل: «د انتقال د پروسي د يوي برخي په توګه مونږ د افغان ملي پوځ په دننه کي د يو بدلون فرهنګ د رامنځ ته کولو هڅه کوو ترڅو هغوی سره مرسته شي چي څرنګه د پرزواو سامان الاتو د موجودي د پروسي سره سم عمل وکړي » او شفافيت خوندي پاتي شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب