1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغان مهاجرو اخراج دې عاجل بند شي»

۱۳۹۶ اسفند ۱۷, پنجشنبه

د آلمان د حکومت له خوا د افغانستان د امنیتي وضعیت او په دغه هیواد کې د آلمان ماموريت د پراخیدو په اړه رپوټ تر خپرېدو وروسته، چپیانو او زرغون ګوندونو په عاجل ډول د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ د بندولو غوښتنه کړې.

Afghanistan abgeschobene Flüchtlinge aus Deutschland kommen in Kabul an
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د آلمان په پارلمان کې د کیڼ اړخو استازي اولا یلپکه، د "کولنه شتات ‌انسایگه" آلمانۍ ورځپاڼې ته د پنجشنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۸) وویل: «کله چې موضوع په افغانستان کې د آلمان د پوځي ماموريت د توجیه کولو پر سر وي، نو په دې صورت کې د آلمان حکومت هیڅ ستونزه نه لري چې په دغه هیواد کې په دوامداره توګه د امنيتي وضعیت پر خرابیدو اعتراف وکړي.»

یلپکه پر دې سیاست نیوکه وکړه: «د دې پر ځای چې د آلمان حکومت د افغان پناغوښتونکو په برخه کې له دې وضعیت څخه زده کړه وکړي، دوی د ادغام له پروګرامونو څخه محروموي، اخراج ته یې دوام ورکوي او غواړي چې په راتلونکي کې ظاهراً په خپله خوښه بیرته ستنیدنې ته یې اړ باسي.» د کیڼ اړخو دغې استازي د حکومت دا ډول سیاست«تحقیقر امیزه او بدبینانه» وباله.

یلپکه همدارنګه وویل: «د افغانستان د امنيتي وضعيت اړوند رپوټ په څرګند ډول ښيي، چې په دې هیواد کې هیڅ امنه سیمه نشته» هغې زیاته کړه: «څوک چې سره له دې هم انسانان افغانستان ته بیرته ستنوي، مخکې له مخکې پوهیږي چې دغه کسان به ټپیان او یا هم ووژل شي».

د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند استازۍ لوئیزه امتسبرګانځور: picture-alliance/dpa/B. Marks

زرغون ګوند هم په عاجل ډول د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ بندولو غوښتنه وکړه. د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند استازۍ لوئیزه امتسبرګ، د "کولنه شتات‌ انسایگه" ورځپاڼې ته وویل: «د آلمان د حکومت رپوټ په وضاحت سره ښئې چې افغانستان ته اخراج باید ودرول شي.»

دغې سیاستوالې زیاته کړې ده: «د افغانستان امنیتي وضعیت ستونزمن وو او هماغه شان پاته شوی دی. د هغې په خبره کله چې د آلمان حکومت په دغه هیواد کې د خپل ملکي ماموريتونو له پاره شرایط په وضاحت سره لا زیات خراب شوي اټکلوي، بیا نو نه شي کیدای دغه وضعیت د افغان مهاجرو د اخراج له پاره مناسب وبلل شي».

د آلمان کابينې د چهارشنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۷) په افغانستان کې د آلماني سرتیرو د شمیر په هکله د اعظمي اندازې د لوړولو پریکړه وکړه. کابینې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو له امله باید په راتلونکې کې د ۹۸۰ پر ځای ۱۳۰۰ آلماني سرتیري د هندوکش د حوزې په دغه هیواد کې حضور ولري.

آلماني سرتیري د «پریکړنده ملاتړ» د روزنیز او مشوره ورکونې ماموريت په چوکاټ کې په افغانستان کې حضور لري. سربیره پر دې آلمان د افغانستان د ملکي بیارغونې په برخه کې هم مهمه ونډه لري.

زموږ له ارشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب