1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان مهاجرو جسدونه له ایران څخه نیمروز ته انتقال سول

۱۳۹۸ آذر ۱, جمعه

د نیمروز ولایتي شورا له ایران څخه  نوموړي ولایت ته له ۲۵ تر ۳۳ افغان مهاجرو د جسدونو د انتقال خبرورکوي. دغو مهاجرو کابو یوه اوونۍ مخکی د ایران په سیستان او بلوچستان کی د موټر د ټکر په پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

Iran Grenze zu Afghanistan
له آرشیف څخه: د افغانستان او ایران ترمنځ پولهانځور: picture-alliance/dpa/A. Taherkenareh

د نیمروز د ولایتي شورا غړو له دویچه ویله سره په خبرو کې د دې خبری پخلی کړی چې د هغو افغان مهاجرو جسدونه چی تیره اوونۍ د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د دوو نقلیه وسایلو د ټکر په نتیجه کې وژل سوي ول، تیره ورځ نوموړي ولایت ته انتقال سوي دي.

د ایران چارواکو تیره اوونۍ خبرورکړی وو چې په سیستان او بلوچستان  کې رامنځته سوې دغه پیښه کې ۲۸ تنه افغان مهاجر وژل سوي او څو تنه نور ټپیان سوي دي.

د نیمروز د ولایتي شورا رئیس بازمحمد ناصر، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې ایران ته د نیمروز ولایت د نژدیوالي له امله دغه جسدونه نوموړي ولایت ته سپارل سوي. هغه د انتقال سوو جسدونو شمیر ۳۳ تنه ښودلی چې ۳۰ تنو یې ښایي د دغې ترافیکي پیښې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

د دغو مهاجرو د نومونو د هغه فهرست له مخې چې د نیمروز د ولایتي شورا رئیس ته وړاندي سوي،  زیاتره یې له غور، فراه او بدخشان ولایتونو څخه ول چې عمرونه یې د ۱۴ او ۴۵ کلونو ترمنځ ښوول سوي.

د نیمروز د ولایتي شورا یو بل غړی روح گل خیرزاد، هم نیمروز ته د دغو جسدونو د انتقال خبر تأییدوي خو د هغوی شمیر بیا ۲۵ تنه ښيي. د ولایتي شورا دغه غړي د پيښې د څرنگوالي په هکله وویل: »د هغوی موټر په قاچاقي ډول روان وو او په لاره کې یې د ټکر په نتیجه کې سپرلۍ ووژل سوې.«

په ایران کې د سیستان او بلوچستان ولایت د افغان مهاجر له پاره یوه قاچاقي لار ده او وخت ناوخته پکښي ترافیکي پیښې رامنځته کیږي.

د نیمروز د ولایتي شورا رئیس په خبره ډیر شمیر جسدونه د هغوی خپلوانو ته تسلیم سوي. خو روح گل خیرزاد بیا وایي چې تر اوسه لا د هغوی جسدونه کورنیو ته نه دي تسلیم سوي. د باز محمدناصر په خبره که تر نورو څو ورځو پورې د دغې پیښې پاته نور جسدونه انتقال نه سي نو ښایی په نیمروز ولایت کې خاورو ته وسپارل سي.

د نیمروز د ولایتی شورا رئیس وایي چې دا اول وار دی چې د مهاجرو دومره زیات شمیر جسدونه چې په ایران کې د ترافیکی پیښې له امله مړه سوي دغه ولایت ته لیږدول سوي.

په ایران کې شا او خوا دوه میلیونه افغان مهاجر ژوند کوي. ایران ته له غیرقانونی لارو د افغانانو د کډوال کیدو علت، په افغانستان کې اقتصادي مشکلات او بیکاري په گوته سوې. باز محمد ناصر همدارنگه ویلي: »زیاتره یې اقتصادی مهاجرین دي چې د یوه کار د پیدا کولو له پاره د غیرقانوني لارو هلته ځي او داسي ستونزې رامنځته کیږي.« هغه زیاتوي چی ښایي د دغو مهاجرو د کورنۍ غړي په ایران کې نه ول.

گ.پ/س .ر/ پ. ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل