د آلمان د مسيحي سوسيال اتحاد رئيس زيهوفر د «بيلد» ورځپاڼي د چهارشنبې گڼي ته ويلي دي چي اوس يوازي مجرمان او هغه کسان چي خطرناکه وي افغانستان ته اخراجيږي، «خو اوږدمهاله بايد موږ بيرته عادي اخراجونو ته راوگرځو. په دې برخه کي د آلمان د قانون حاکمیت تر اوسه پوري لا ډېر سست دی.»
زيهوفر زياته کړه چي د رد سوو مهاجرو د اخراج اصلي ستونزه د مهاجرو په سياست کي ده او په دې دليل يې گوند آلمان ته د مهاجرو پر محدويت باندي ټينگار کوي. هغه وويل: «هغه څوک چي يوواري آلمان ته راسي، بيا يې نو اخراج مشکل وي. دغسي بايد نه وي. په ټول آلمان کي د بايرن په گډون دغه شان ده.»
افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج ځکه جنجالي دی چي په دغه هيواد کي امنيتي وضعيت نور هم خراب سوی دئ. د افغان او نړيوالو چارواکو د معلوماتو له مخي وسله وال طالبان د افغانستان پر ۱۳ سلنه خاوره باندي کنترول لري او ۳۰ سلنه نوري برخي د نيولو پرسر جنگیږي.
پر دې سربيره ترهگري ډلي داعش هم په افغانستان کي خپل فعاليتونه پراخ کړي دي او څو خونړي بريدونه ئې کړي دي.
آلمان تر اوسه پوري په اتو پروازونو کي ۱۵۵ افغان مهاجر افغانستان ته اخراج کړي دي.
dpa(N.Z)
زموږ له ارشيف څخه:
د مهاجرت نړيواله اداره هغو مهاجرو سره مرستي کوي چې په داوطلبانه توګه خپلو هيوادونو ته ستنيږي. په دغه انځوريز رپوټ کې به لس هغه هيوادونه وپيژنۍ چې په روان کال کې يې له دغه پروګرام AVRR څخه تر نورو زياته ګټه پورته کړې ده.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsarالبانيا هغه هيواد دی چې د روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې يې ۴۴۲۱ تنه اتباع د مهاجرت نړيوالې ادارې د دواطلبانه بيرته ستنيدو پروګرام په چوکاټ کې خپلو هيوادونو ته ستانه شوي دي. دغه شميره په ۲۰۱۶ کال کې نژدې ۱۸ زره وو.
انځور: DW/A. Mukaد روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې ۴ زره عراقي مهاجر په داوطلبانه توګه بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي. په ۲۰۱۶ کال کې هم دغه شميره لوړه يعنې ۱۳۰۰۰ وه. د مهاجرت نړيواله اداره د خپل دغه پروګرام له لارې مهاجرو سره په خپل هيواد کې د نوي ژوند د جوړيدو په برخه کې هم مرستې کوي.
انځور: DW/B. Svenssonدريم مقام کې افريقايي هيواد ايتوپيا راځي. د ۲۰۱۷ کال په لمړيو شپږو مياشتو د دغه هيواد ۲۳۰۰ اتباع د «آي. او. ام» د اړوند مرستندويه پروګرام په چوکاټ کې په خپله خوښه بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي. په ټول ۲۰۱۶ کال کې دغه شميره ۷۰۰۰ وه.
انځور: IOM Ethiopiaتيرکال څه باندې ۷ زره افغان مهاجر، د مهاجرت نړيوالې ادارې (آي. او. ام) پروګرام له لارې په خپله خوښه بیرته افغانستان ته ستانه شوي ول، خو سږکال دغه شميره لويدلې ده. د روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې نژدې ۲۱۰۰ تنه افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته په داوطلبانه توګه ستانه شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsarسږکال نژدې ۱۷۰۰ سربيايي مهاجر د مهاجرت نړيوالې ادارې په مرسته بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي. دوی په مختلفو هيوادونو کې میشت ول. تيرکال (۲۰۱۶) نژدې ۳۰۰۰ سربيايي مهاجر په خپله خوښه خپل هيواد ته ستانه شوي ول.
انځور: privatد مهاجرت نړيوالې ادارې د مرستندويه پروګرام له لارې د روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې ۱۵۰۰ او په ټول ۲۰۱۶ کال کې ۵۰۰۰ مقدونيايي مهاجر په خپله خوښه بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي. مقدونيه په ختيځې اروپا کې پروت هيواد دی.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissenد۲۰۱۷ کال په لمړيو شپږو مياشتو کې نژدې ۱۵۰۰ پاکستاني مهاجر په خپله خوښه بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي، په داسې حال کې چې په ټول ۲۰۱۶ کال کې له دې څخه لږ يعنې ۱۲۷۸ تنه پاکستاني مهاجر خپل هيواد ته ستانه شوي ول. د تيرکال په پرتله سږنۍ شميره ډيره لوړه ده.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar سينګالي مهاجرو هم د مهاجرت نړيوالې ادارې له AVRR پروګرام څخه ښه ګټه پورته کړې ده. یوازې د روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې د لويديځې افريقا دغه هيواد نژدې ۱۳۵۰ تنه اتباعو د ياد پروګرام له برکته د مهاجرت ژوند پريښی او په خپله خوښه بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي.
انځور: Reuters/L. Gnagoد روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې نژدې ۱۳۰۰ اوکرايني مهاجر بيرته په خپله خوښه خپل هيواد ته ستانه شوي دي. اوکراين يو اروپايي هيواد دی چې روسيې سره په ګاونډ کې پروت دی. اوکراينيان د اکراين او روسيې ترمنځ د اړيکو د خرابيدو له امله اروپا ته مهاجر شوي دي.
انځور: DW روسي مهاجر هم د مهاجرت نړيوالې ادارې له AVRR پروګرام څخه ګټه پورته کوي. د روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې څه باندې ۱۱۵۰ تنه روسي مهاجر د دغه پروګرم په مرسته له اروپا څخه بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي.
انځور: picture alliance/dpa