د تیرو دوو اونیو په ترڅ کې د افغان مهاجرو د ځان وژني اوه هڅې ثبت شوي دي. د سویډن چارواکو خبر ورکړی دی چې د ځان وژنې دغه اوه هڅي کم سنه افغان مهاجرو کړي دي، چې درې یې خونړۍ وې.
هغه کسان چي له مهاجرو سره مرسته کوي، د چهار شنبې په ورځ يې د سویډن له چارواکو څخه وغوښتل چې د رد شوو افغان مهاجرو جنجالي اخراج ودروي.
محبوبه مددي چې له مهاجرو سره مرسته کوي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې هغه تنکي ځوانان چې د ځان وژنې هڅه کوي «له ایستلو څخه ویره لري او د دوی له پاره بله هیڅ هیله نه ده پاته.»
له مهاجرو سره مرسته کوونکو په وینا د هغو مهاجرو چې د ځان وژني هڅي ئې کړي دي، څلورو تنو يې د مهاجرو په کمپ کې د یوازیتوب احساس کړی او داسي څوک نه ول چې دوی ته رواني مشورې او ورسره خبرې وکړي.
میرمن مددي وویل: «موږ ډیر په اندېښمن یوو. د سویډن حکومت باید اقدام وکړي. خو د سويډن د مهاجرو ادارې د رد شوو مهاجرو د ایستلو له پریکړې دفاع وکړه. د دې ادارې ویاند په دې هکله وویل: «په افغانستان کې ځیني داسي سیمي شته چې کیدای شي مهاجر ور انتقال شي.»
نوموړي زیاته کړه چې هغه مهاجر چې قانوني سن (۱۸کلنۍ) ته نوي رسېدلي او بالغ سرپرست نه ولري، نه لیږل کیږي.
دغه بحث چې آیا افغانستان اوس له امنيتي اړخه خوندي دی، څو مهاجر بیرته ور ولیږل شي؟ په آلمان کې هم زور اخيستی دی.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت د افغانستان له حکومت سره د يوه هوکړه ليک تر لاسلیک وروسته، له خپلو ایالتونو غوښتي دي چې رد شوي افغان مهاجر وباسي، خو په دې هکله د آلمان ځیني ایالتونه تر اوسه هم زړه نا زړه دي.
نور مطالب:
تر ټولو زيات مهاجر لرونکي هيوادونه او مهاجر میشته سیمې کومي دي؟
په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې ۶۵نيم ميليونه کسان دې ته اړ شول چې خپل کورونه پريږدي. له دې ډلې څخه ۲۱ اعشاريه ۳ ميليونه يې مهاجر شول، چې په هغو کې له نيمايي څخه زيات یې د ۱۸ کلونو ښکته عمر لرونکي ماشومان دي. انځور: Reuters/Y. Behrakis تيرکال د نړۍ په کچه په اوسط ډول په هره ورځ کې نژدې ۳۴ زره کسان خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوي ول.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Italian Coast guard په ۲۰۱۶ کال کې ۱۲۸ هيوادونو مهاجر لرل
انځور: DW/D. Cupolo تيرکال په اوسط ډول په هره ورځ کې نژدې ۳۴ زره کسان خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوي دي.
انځور: Marko Drobnjakovic/MSF سوريه ۴ اعشاريه ۹ ميليونه مهاجر
انځور: R. Atanasovski/AFP/Getty Images افغانستان ۲ اعشاريه ۷ ميليونه مهاجر
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Pitarakis سوماليا ۱ اعشاريه ۱ ميليون مهاجر
انځور: Getty Images/AFP/T. Karumba په ۲۰۱۶ کال کې تر ټولو زيات مهاجر د نړۍ په پنځو سيمو،( منځنی ختيځ او شمالي افريقا، اسيا او پسفيک، افريقا، امريکا او اروپا) کې ميشت شول.
انځور: picture-alliance/PIXSELL ۲۰۱۶ کال کې د نړۍ ۶ سلنه مهاجر اروپا کې میشت شول
انځور: Getty Images/S. Gallup انځور: picture-alliance/AP Photo/O. Wagner او تر ټولو زيات مهاجر (۳۹ سلنه) په منځني ختیځ او شمالي افريقا کې میشت شول.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Kurokawa د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې دغې ادارې په ۲۰۱۶ کال کې ۱۰ زره او ۷۰۰ کارکونکي د مهاجرو په برخه کې په دندولرل.
انځور: Getty Images/AFP او دغه راز ۲۰۱۶ کال د مهاجرت په بهير کې يو مرګونی کال وو. تيرکال يوازې په مديترانۍ سمندرګي کې له ۵۰۰۰ نه زيات مهاجر چې غوښتل يې ايټاليا ته ځانونه ورسوي په اوبو کې مړه شول.
انځور: Reuters/Y. Behrakis