د افغان مهاجرو له اخراج وروسته ایران کې د کارگرو معاش لوړسوی
۱۴۰۴ آبان ۷, چهارشنبه
د تهران د املاکو د مشاورینو د ټولنې مشر، سعید لطیفي د دغه هیواد له رسنیو سره په خبرو کې په ایران کې د کاري ځواک د معاشونو زیاتوالي ته اشاره کړې ده.
د ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې، لطفي ویلي دي چې په وروستیو کې له ایران څخه د افغان مهاجرو له اخراج وروسته په ایران کې د ساده کارگرانو عاید دوه برابره او مسلکي گارگرانو عاید تر دوه نیم برابره پورې لوړ سوی دی.
د ایران یو شمیر داخلي رسنیو په دغه هیواد کې د کارگرانو په پیدا کولو کې د ستونزو په هکله هم رپوټ ورکړی دی.
دغه ایراني چارواکي ویلي دي، که څه هم ایران په دې برخه کې په لنډ مهاله توگه له ستونزو سره مخامخ کیږي او د کارگرانو شمیر راکمیږي، خو گټه یې داده چې له هیواد څخه سرمایه بهرته نه وځي.
اړوند:له ایرانه د افغان کډوالو د اخراج دویېم پړاو پیل شو
ایران که څه هم په وروستیو دوو یا دریو کلونو کې په پرله پسې توگه بې اسناده افغانان اخراج کړي دي، خو له اسرائیل سره له ۱۲ ورځنۍ جگړې وروسته یې د افغانانو اخراج لاپسې شدید کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې څه د پاسه یو میلیون او ۲۰۰ زره افغان مهاجرو دغه هیواد ترک کړی دی او شاوخوا دوه میلیونه پرته له اسنادو نور مهاجر هم په دغه هیواد کې حضور لري.
د افغانانو له پاره د کاري ویزو د صادرولو پیل
د روانې میلادي میاشتې په نیمايی کې، په افغانستان کې د طالبانو د ادارې د کډوالو وزارت وویل چې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د جنوبي آسیا عمومي مشر، محمد رضا بهرامي کابل ته د سفر په ترڅ کې اعلان وکړ چې ایران به د ۲۰۰ زرو افغانانو له پاره کاري ویزې صادرې کړي.
په دا وروستیو کې د ایران رسمي خبري آژانس، ایرنا د افغانستان د اتباعو له پاره د کارگري ویزو د صادرولو په هکله رپوټ ورکړ.
د نوموړي خبري آژانس د رپوټ له مخې، د ایران د کوپراتیفونو، کار او ټولنیزې هوساینې وزارت د سوداگرۍ او کارموندنې د پراختیا مرستیال وزیر، سید مالک حسیني ویلي دي چې د روان کال د میزان میاشتې له لومړیو ورځو څخه د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو په همکاري په تیره بیا د افغانستان د اتباعو له پاره د کارگري ویزو صادرول پیل سوي دي او کارفرمایان کولای سي خپلې عریضې ثبتې کړي. هغه زیاته کړې ده چې نوموړو کارگرانو ته به په لومړي کال کې ، نهه میاشتنۍ ویزې صادرې سي.
په ایران کې د افغان مهاجرو ډیره برخه ، نوموړي هیواد ته د کار د پیدا کولو له پاره مهاجرت کړی دی او هغوی په تیره بیا شاقه کارونو لکه ساختماني او زراعت په برخه کې کارونه کوي.