پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (30.09.2015):
انځورونه: د بالکان له خنډونو ډکي لاري تیریدل
د مهاجرت په موخه د یونان، مقدونیا، سربستان، کرويشيا او هنگري له لاري سفر ډېر ستومانه دی. هیڅ هیواد نه غواړي چې د مهاجرو مسئولیت پر غاړه واخلي. دوی په اصطلاح له یوه سرحده بل ته شړل کیږي.
بسونه له گډوالو ډک دي
هره ورځ په زرونه انسانان د سربستان چارواکو له خوا د کرويشیا سرحد ته استول کیږي او هلته په تش ډاگ پرېښوول کيږي.
روښانه رنگونه او غمجن وضعیت
رضاکاران پر کډوالو باراني چپني ویشي. له څو ورځو راهیسي هلته بارانونه دي او مهاجر له يوه سرحده بل ته شړل کيږي.
له دې ځای وروسته د پښو مزل
اوس نو تر کرويشيا پوري ډیره لنډ واټن پاته دی. سربستان په رسمي ډول له دې خبري انکار کوي چې دوی د کرويشيا سرحد ته کډوال لیږدوي.
کثافات، خټي او باران
کډوال د زراعتي مځکو له لاري د کرويشيا سرحد ته ځان رسوي. دوی په غیر قانوني توگه دغه هیواد ته داخلیږي.
له دې څخه هدف دا نه وو
سربستان له مهاجرو سره ډیره ښه خدای پاماني کوي، خو په هیڅ صورت د دوی بیرته ستنیدل نه غواړي.
بې له دمي او آرامه
سارا او یوسف له خپلو ماشومانو سره له درو اونیو راهیسې له سوریې څخه تښتیدلي دي. تر سربستان پوري نهه ساعته سفر دوی ته انتظار باسي. اوس دوی په کرويشيا کې راتلونکي بس ته په تمه ناست دي.
يوازي
په مهاجرو کي کوچنيان هم سته چي په دغه اوږده سفر کي داسي هم پېښيږي چي له خپل مور او پلار څخه جلا شي.
په راتلونکو څو دقیقو کې به دغه مهاجر په یو بل بس کې سپاره شي، خو دا وار د کرويشيا پر لور.
یوه لنډه دمه
د کرويشيا پوځ سرحد ته نږدې په یوه کوچني ځای کې د خیمو یو کمپ جوړ کړی دی. دلته مهاجر کولای شي چې لنډه دمه وکړي او طبي مرستې ترلاسه کړي.
مخکې تر دې چې ۲۴ ساعته وروسته دوی په یو بل بس کې سپاره شي، دوی د هنگري سرحد د ځان له پاره هدف ټاکلی دی.