د جرمني د مهاجرو چارو فدرالي ادارې مشري يوتا کورت د «پساور نيو پرسه» ورځپاڼي د چهارشنبې له گڼي سره په خبرو کي ويلي دي: «د جرمني حکومت پر خپل هغه هوډ باندي چي افغانان خپل هيواد ته ولېږي په پوره مسئوليت سره ولاړ دئ. دغه کار به دوامداره وي.»
هغې د افغانستان د امنیتي وضعيت په اړه وويل: «په افغانستان کي داسي سيمي سته چي د نورو په پرتله امن دي. په هيواد کي دننه د پناه وړلو ځايونه سته.»
مېرمن کورت زياته کړه چي د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنې به د پناه غوښتني دوسيو ته د رسېدگۍ او په هيواد کي دننه هغه خطرونه چي د اخراج سبب گرځي په فردي توگه سره په پام کي ونيول سي.
د جرمني د مهاجرو چارو فدرالي ادارې مشري يوتا کورتانځور: picture alliance/dpa/D. Karmann د جرمني د مهاجرت او پناه غوښتني چارو ادارې رئيسې وويل: «پر دې سربيره تيرکال شاوخوا ۳۰۰۰ افغانان پخپله خوښه خپل هيواد ته ستانه سوي دي.»
د دوشنبې په ورځ د جرمني رسنيو خبر ورکړ چي د دغه هيواد د پنځو ايالتونو حکومتونه د افغان مهاجرو د اخراج په برخه کي زړه نا زړه دي. تر برلين او شلسويگ هولشټاين ايالتونو وروسته، بريمن، نيدرزاکسن او راينلند فلتڅ ايالاتونو هم د افغان مهاجرو د اخراج په اړه شک ښوولی.
دا په داسي حال کي ده چي د دوشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو له خوا په خپاره سوي راپور کي د افغانستان امنيتي وضعيت نور هم خراب ښوول سوی. د راپور له مخي تير مېلادي کال په افغانستان کي ۱۱۴۱۸ کسان وژل سوي دي.
د جرمني د کورنيو چارو وزارت له افغانستان سره د يوه تړون تر لاسليکولو وروسته د تيرکال په اکتوبر مياشت کي له خپلو ايالتونو څخه غوښتي ول چي نه منل سوي افغان مهاجر اخراج کړي.
د نه منل سوو افغان مهاجرو لومړۍ ډله د تيرکال په ډسمبر مياشت کي افغانستان ته اخراج سوه او دوهم ډله د روان کال په جنورۍ مياشت کي ولېږل سوه.
له ارشيف څخه
له جرمني څخه کابل ته د اخراج سوو افغان مهاجرو انځورونه
د هغو ۵۰ تنو افغان مهاجرو له ډلي څخه چي پتېيل سوې وه له جرمني څخه افغانستان ته اخراج سي ۲۶ کسان ئې کابل ته رسېدلي دي. دا دوهم وار دئ چي له جرمني څخه په ډله ايزه توگه افغان مهاجر اخراجيږي. انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar د کابل نړيوال هوايي ډگر ته رسېدلي افغان مهاجر په نااميدۍ سره له هوايي ډگره وځي. دوی باید اوس خپل ژوند له صفره پيل کړي.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar د جرمني له فرانکفورت هوايي ډگره د افغان مهاجرو د انتقال الوتکه. دوی د دوشنبې په ماښام په دغه الوتکه کي د کابل پر لور سپارل کړل سول.
انځور: Getty Images/AFP/D. Roland د دغو مهاجرو الوتکه د سه شنبې په ورځ سهار وختي د کابل په نړيوال هوايي ډگر کي کښيناستله.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Röhrs دغه اخراج سوي مهاجر د کابل په نړيوال هوايي ډگر کي افغان پوليسو ته وسپارل سول.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Röhrs د دغو اخراج سويو افغانان مهاجرو هويت د کابل په هوايي ډگر کي يووار بيا وڅېړل سو.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Röhrs کابل ته رسېدلي افغان مهاجر
انځور: picture-alliance/dpa/C. Röhrs دا دوهم وار دی چي له جرمني څخه په ډله ايزه توگه افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته لېږل کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar د جرمني حکومت په دې نظر دی چي په افغانستان کي له امنيتي پوله د ډاډ وړ داسي سيمي سته چي دغه کسان پکښې ژوند وکړي.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar په جرمني کي په وارو وار د افغان مهاجرو د اخراج پرضد مظاهرې سوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/D. ROland دا په جرمني کي د يوه افغان هندو د اخراج پرضد مظاهرې انځور دئ.
انځور: Getty Images/AFP/D. Roland په دې انځور کي هغه رد سوي افغان مهاجر د کابل په نړيوال هوايي ډگر کي ښکاري چي نژدې يوه مياشت مخکي اخراج سول.
انځور: Picture-Alliance/AP Photos/M. Hossaini له جرمني څخه اخراج سوي افغان مهاجر وايي چي په افغانستان کي له دوی سره هيڅ ډول مرسته نه ده سوې.
انځور: Picture-Alliance/AP Photos/M. Hossaini په جرمني کي د هغو افغانانو شمېر زيات سوی چي د اخراج له ويري ئې کليساوو ته پناه وړې ده.
انځور: Getty Images/AFP/C. Bilan