د افغان مهاجرو په بېرته تلو کي ۱۰ چنده زياتوالی راغلی
۱۳۹۵ دی ۸, چهارشنبه۱۰ چنده زیات افغانان له آلمان څخه بېرته ستانه سوي
د رسنيو د راپورونو پر اساس په ۲۰۱۶ کال تر ټولو زيات شمېر پناه غوښتونکي له آلمان څخه وتلي دي. د «زيود دويچه څايټُنګ» د خبر راپور پر اساس تقريبا ۵۵۰۰۰ مهاجر په ياد کال له آلمان څخه ووتل. نور معلومات په دغه راپور کي وګورئ:
د آلمان په مالي مرسته
آلمانۍ ورځپاڼي «زيود دويچه څايتُنګ» په خپل يو راپور کي ليکلي چي په ۲۰۱۶ کال د آلمان په مالي مرسته ۵۵۰۰۰ مهاجر له دغه هيواد څخه په رضا وتلي دي. دغې ورځپاڼي د خپل راپور منبع کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره بللې ده.
د افغانانو ديپورت
په راپور کي راغلي چي په ۲۰۱۶ کال ۲۵۰۰۰ کسان ديپورت سوي چي د په رضا تلونکو مهاجرو نيمايي برخه لا نه جوړوي. له آلمان څخه په ديپورت سوو کي افغانان هم شامل ول.
ديپورت سوي ناراضه افغانان
هغه رد سوي افغان مهاجر چي د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۱۵مه نېټه کابل ته ديپورت کړل سول، بعضو يې وروسته رسنيو ته وويل چي د دوی له رضا پرته کابل ته لېږدول سوي. يو له دغو څخه بعضو رسنيو ته وويل چي د ديپورت له پروسې ناراضه دي.
د افغان مهاجرو احتجاجونه
و افغانستان ته د افغان مهاجرو د ديپورت له کبله د آلمان په بيلو ښارونو کي افغان مهاجرو او د مهاجرو د ملاتړ سازمانونو احتجاجونه وکړل.
«۱۲۵۰۰ افغان مهاجر به ستانه کړو»
د آلمان د کورنيو چارو وزارت د افغان مهاجرو د بېرته لېږد په دفاع کي وويل چي په افغانستان کي خوندي ځايونه سته. د کورنيو چارو وزير توماس ديميزېر وويل چي بيا يې هم لومړيتوب رضاکارانه بېرته ستنېدنه ده. آلمان غواړي په ۲۰۱۷ کال کي ۱۲۵۰۰ افغانان ديپورت کړي.
لوېديځ بالقان
د «زيود دويچه څايتنګ» د راپور پر اساس په ۲۰۱۶ کال تر ټولو زيات په خپله رضا خپلو هيوادونو ته ستنېدونکي، د لوېديځ بالقان هيوادونو مهاجر ول. زياته سوې چي دا هغه مهاجر ول چي په آلمان کي يې د قبولۍ هيڅ چانس نه ؤ موجود.
۱۵۰۰۰ البانيان
د راپور له مخي په ۲۰۱۶ کال له آلمان څخه تقريبا ۱۵۰۰۰ د آلبانيا هيواد مهاجر بېرته خپل هيواد ته په رضا ستانه سوي دي. د راپور له مخي په ۲۰۱۶ کال د ستنېدونکو مهاجرو څخه همدغه تر ټولو لويه ډله ده.
سربان، عراقيان، کوزوفو البانيان
په راپور کي راغلي چي د سربستان، عراق او کوزوفو څخه راغلو مهاجرو هم په لوی شمېر بېرته خپلو هيوادونو ته مخه وکړه. زياته سوې چي له یادې هرې ډلې څخه تقريبا ۵۰۰۰ کسان په رضا بېرته خپل هيواد ته ستانه سوي.
۱۰ چنده زيات افغان مهاجر ستانه سوي
د راپور له مخي د ۲۰۱۶ کال د نوامبر مياشتي پوري ۳۲۰۰ افغان مهاجر په رضا خپل هيواد ته ستانه سوي دي. زياته سوې چي د ۲۰۱۵ کال په پرتله دا د افغان مهاجرو په رضا بېرته تګ کي لس چنده زياتوالی دی.
ستنېذدونکو ته مالي مرستي
د راپور له مخي د آلمان دولت هغه کورنۍ ته د بېرته تګ د مالي لګښت تر څنګ اضاف ۴۲۰۰ يورو هم ورکوي. خو دا هغه وخت چي د دغې کورنۍ د پناه غوښتنۍ وروستۍ او حتمي د ردېدو فيصله لا نه وي راغلې. د دې تر څنګ د په رضا ستنېدونکو مهاجرو سره د في کس ۱۰۰۰ او ۳۰۰۰ يورو پوري نوري مرستي هم کيږي.
۲۰۰۰۰ له آلماني سرحد څخه جواب سوي
په آلماني رسنيو کي د آلمان د سرحدي پوليسو په حواله داسي راپورونه خپاره سوي چي په ۲۰۱۶ کال تقريبا ۲۰۰۰۰ کډوال له سره آلمان ته دننه نه دي پرېښودل سوي. ويل سوي چي په ياد شمېر کسان له آلماني سرحدونو څخه بېرته جواب سوي دي.
تقريبا ۳۷۰۰ افغانان له پولو جواب سوي
د راپورونو له مخي د آلمان له پولو څخه ۳۶۹۵ افغانان، ۲۱۴۲ سوريايان، ۱۷۹۴ عراقيان او ۱۲۳۷ نايجيريايان جواب سوي دي.
جادويي لغت «ازيول»
هر څوک چي د يو هيواد سرحد ته داخيليږي نو د نړيوالو او د ملي قوانينو له مخي بايد د سفر اړين اسناد ولري. ويل کيږي چي زيات وخت مهاجر له سرحدونو څخه بېرته لېږدول کيږي ځکه چي هغوی د کنټرول پر وخت جادويي لغت «ازيول» يا د پناه غوښتنې خبره نه کوي. حال دا چي په زياتو مواردو کي د «ازيول»، «اسايلم» يا پناه غوښتني لغت د پولو د پرانستل کېدو سبب کيږي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (15.12.2016):
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (19.12.2016):
آلمان ـ په ۲۰۱۶م کال په کوم ايالت کي څومره د پناه غوښتني سوي دي؟
آلمان ۱۶ ايالتونه لري. په دغو کي لس د پخواني غربي آلمان او ۶ د پخواني شرقي آلمان ايالتونه شامل دي. دا چي په دغو ۱۶ ايالتونو کي په کوم شمېر د پناه غوښتنې سوي، په دغه انځوريز راپور کي يې ولولئ:
زارلند ـ تقريبا ۷ زره د پناه غوښتني
ميکلنبورگ فور پومرن ـ تقريبا ۷ زره د پناه غوښتني
برېمن ـ تقريبا ۹ زره پناه غوښتني
تورينگن ـ تقريبا ۱۵ زره پناه غوښتني
هامبورگ ـ تقريبا ۱۷ زره پناه غوښتني
براندنبورگ ـ تقريبا ۱۸ زره پناه غوښتني
زاکسن انهالت ـ تقريبا ۱۹ زره پناه غوښتني
زاکسن ـ تقريبا ۲۳ زره پناه غوښتني
برلين ـ تقريبا ۲۶ زره پناه غوښتني
شلېسويگ هولشتاين ـ تقريبا ۲۸ زره پناه غوښتنې
راينلند فالڅ ـ تقريبا ۳۶ زره پناه غوښتني
هېسن ـ تقريبا ۶۴ زره پناه غوښتني
بايرن ـ تقريبا ۸۰ زره پناه غوښتني
کوز زاکسن ـ تقريبا ۸۱ زره پناه غوښتني
بادن وورتمبېرگ ـ تقريبا ۸۲ زره پناه غوښتني
نورد راين وېستفالن ـ تقريبا ۱۹۰ زره پناه غوښتني
کابل ته د اخراج سوو افغان مهاجرو انځورونه
په جرمني کي د نه منل سوو افغان مهاجرو لومړۍ ډله د پنجشنبې په ورځ د کابل نړیوال هوايي ډگر ته ورسېده. تر دې دمخه په زرونو افغان مهاجر پخپله خوښه ستانه سوي ول. په اړه ئې انځوريز راپور.
د کابل نړيوال هوايي ډگر
له جرمني څخه د اخراج سوو افغان مهاجرو لومړۍ ډله چي ۳۸ کسان کېدل په يوه چارتر الوتکه کي له فرانکفورت هوايي ډگر څخه د کابل نړيوال هوايي ډگر ته انتقال سول. انځور: کابل ته رسېدلي افغان مهاجر.
د کابل نړیوال هوايي ډگر
له جرمني څخه اخراج سوی افغان مهاجر د کابل په نړیوال هوايي ډگر کي.
هيواد ته بيرته رسېدلي افغان مهاجر
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په خبره له اروپا څخه ډېر افغان مهاجر اوس بيرته پخپله خوښه هيواد ته ستنيږي.
په فرانکفور کي لاريون
د دغو افغانانو او په ټوله ايزه توگه له جرمني څخه د افغان مهاجرو د بيرته ايستلو پر ضد د جرمني د فرانکفورت په نړيوال هوايي ډگر کي تيره ورځ افغان معالانو مظاهره هم وکړه.
په دغه مظاهره کي نه يوازي افغانان، بلکي آلمانانو هم گډون کړی وو.
د جرمني چارواکو پتېيلې ده چي په دغه هيواد کي نه منل سوي افغان مهاجر به د چارتر الوتکو له لاري د کابل نړيوال هوايي گر ته انتقالوي.
په فرانکفورت نړيوال هوايي ډگر کي مظاهره کوونکو داسي شعارونه له ځان سره لېږدول «په افغانستان کي امنيت» نه سته.
د فرانکفورت نړيوال هوايي ډگر مخي د افغان مهاجر د اخراج پر ضد مظاهره
مظاهره کوونکو ويل چي په افغانستان کي امنيت نه سته او افغان مهاجر بيرته مه لېږئ.