1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان نجونو د ښوونځیو نامعلوم برخلیک

۱۴۰۱ آذر ۲۱, دوشنبه

پر افغانستان د طالبانو د بيا واکمنۍ راهيسي هغه نجوني چې تر شپږم پورته ټولګيو کې وې له کوم دلیل پرته له ښوونځیو راګرځول شوي او معلومه نه ده چې څومره به دوام کوي. افغان نجونې وايي ځوریږي چې له دلیل پرته یې ښوونځي تړلي دي.

Taliban ordnen die Schließung von Mädchenoberschulen in Afghanistan an
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

د طالبانو د ژمنو سره سره لاهم شاوخوا د پنځلسو میاشتو په تېریدو سره په افغانستان کې ښوونځي د نجونو پرمخ تړلي دي. هیله احمدزۍ یوه له هغو افغانو نجونو څخه ده چې د طالبانو د وضع شویو محدویتونو له کبله اوس په کور کې ده او نه شي کولای ښوونځي ته ولاړه شي.

هیله احمدزۍ چې په افغانستان کې د طالبانو دواک ته رسیدو پرمهال په کابل کې د لامعه شهید ښوونځي د لسم ټولګې زده کوونکې وه، د وضع شویو محدویتونو له کبله ښوونځی ترې پاتې او وايي چې دغه پوښتنه یې تل ځوروي چې ولې بې دلیله یې د زده کړو مخه نیول کیږي.

نوموړې وايي له ښوونځي سره یې ډېرې هیلې تړلې وې خو اوس داسې ښکاري چې هغه هیلې به هیڅکله پوره نه شي. هغې دویچه ویله ته وویل: «طالبان چې کله افغانستان ته راغلل زه په لسم ټولګې کې وم، په لومړیو کې مې فکر کاوه چې موږ به ښوونځي ته پریږدي ځکه دا حق موږ ته اسلام راکړی خو د وخت په تېرېدو ناهیلې شوم.»

ولې طالبان د دیني مدرسو پر جوړولو ټینګار کوي؟

29:30

This browser does not support the video element.

که څه هم د ښوونځیو د تړل کېدو له کبله پر طالبانو په هيواد او له باندې ډېر فشارونه راوړل شوي، خو دغه ډله بیا وايي چې دا یوه تخنیکي موضوع ده او هڅه کوي چې د نجونې زده کړوته زمینه مساعده کړي.

هیله وايي چې دې پر قران کریم د حفظ سربیره یو څه دینې زده کړې هم کړي، خو هیله لري چې له ښوونځي فارغه او د خپلې خوښې رشته کې لوړې زده کړې وکړي.

که څه هم شاوخوا پنځلس میاشتې کیږي چې اغلې احمدزۍ ښوونځي ته نه ده تللې خو لاهم له خپلو ټولګیوالو سره په اړیکه کې ده او کله له نږدې یو بل سره د زړه خواله کوي.له ښوونځي منع شوي نجونې: له مجبورۍ مو کورک پاکۍ ته مخه کړي

هیله احمدزۍ وايي: «ما الحمدالله قران کریم حفظ کړی دینې زده کړې مې هم کړي خو که رښتیا ووایم تر اوسه پورې هیچا زما د دې پوښتنې ځواب نه دی راکړی چې ولې زموږ ښوونځي تړلي دي او موږ ته د زده کړو اجازه نه راکول کیږي.»

هیله وايي څو ځلې د پخوانیو یادونو د تازه کولو له پاره خپل ښوونځي ته ورغلې خو له اوښکو ډکو سترګو سره بیرته راستنه شوې ده.

د نجونو تر شپږم ټولګیو پورته زده کړو مخنیوی نه یوازې مبینه بلکې د هغې په څېر ډېر افغانان ناهیلي کړي او په ورته وخت کې موجوده وضعیت ته په کتو داسې نه بریښي چې طالبان دې ژر په دې برخه کې د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنې ته غاړه کیږدي.

دا هم په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې له نجونو د دولسم ټولګي ازموینه هم واخیسته چې د زده کوونکو له سخت غبرګون سره مخامخ شو.طالبانو د دولسم ټولګيو له نجونو ازموینه واخېسته

د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي دي چې دې ازموینې ۷ ساعته دوام وکړ او د شاوخوا ۱۷ مضامینو ازموینه په یوه ورځ په ۳ ساعتونو کې واخېستل شوه. د دوی په خبره چې د دې ازموینې د مثبتو پایلو لرونکې زده کوونکې به فارغې او پوهنتون ته لاره پیدا کولی شي.

د دغه وزارت په وینا، د دغي ازموینې دویم ځل ورکولو چانس نه شته. که څه هم د طالبانو دې پرېکړې د خلکو غبرګونونه راپارولي وه چې په یوه ورځ د ۱۷ مضامینو ازموینه د امکان وړ نه ده، خو د یو شمېر نجونو په خبره چې ګڼې نجونې ښوونځیو ته تللې وي، ځکه بله هیله نه وه ورپاتې.

یو شمېر کورنۍ هم له دې پرېکړې خوښې ښکاري چې د لورانو سرنوشت یې معلوم شو خو دا چې له ۶ تر ۱۱  ټولګي د پاتې نجونو سرنوشت به څنګه کېږي، دا هغه پوښتنه ده چې هېڅوک یې ځواب نه لري.

ح.پ

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل