1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان نجونو پر زدکړو د بندیز دوه کاله؛ م.م. پرې بحث کوي

۱۴۰۲ شهریور ۲۷, دوشنبه

افغانستان د نړۍ یوازينی هېواد دی چې له دوو کلونو راهيسې په کې نجونې له شپږم ټولګي پورته زدکړو څخه منع دي. د افغان مېرمنو او ماشومانو د حقونو موضوع د ملګرو ملتونو د دوشنبې ورځې په عمومي اسامبلې په اجندا کې شامله ده.

Taliban ordnen die Schließung von Mädchenoberschulen in Afghanistan an
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

دوه کاله شول چې په افغانستان کې نجونې او ښځې د واکمنو طالبانو د فرمان پر اساس، له شپږم ټولګې څخه پورته ښوونځيو ته د تلو اجازه نه لري. د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځيو، لیسو او پوهنتونونو تړل کېدل، نن ورځ د ټولو افغانانو له پاره یو تر ټولو ناوړه بحران دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداره وايي د طالبانو د دغه بندیز له کبله له يو میلیون څخه ډېرې افغان نجونې اغیزمنې شوي دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو د بيا واکمنېدو څخه د مخه هم کابو پنځه ميلیونه نجونې د امکاناتو د کمښت او نورو عواملو له کبله له تعلیم څخه بې برخې وې.

د طالبانو حکومت چې تر اوسه د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، په دې برخه کې د نجونو پر تعلیم د دغې ډلې له خوا لګول شوي بندیزونه ېې له سترو عواملو څخه یو ګڼل کیږي. طالبانو په دې تړاو نه یوازې د نړېوالې ټولنې غوښتنو او فشارونو ته غاړه نه ده اېښې او له خپل دغه حکم څخه نه دي په شا شوي، سربېره ېې د ښځو د کار، سفر او نورو ټولنیزو حقونو باندې محدودیتونه وضع کړي دي.

طالبانو په خپله لومړنۍ دوره کې هم چې د ۹۰مې میلادي لسیزې په وروستيو کې وه، نجونې له تعلیمه منع کړې وېانځور: Zerah Oriane/Abaca/picture alliance

ولې طالبان د نجونو د تعلیم مخالف دي؟

طالباناستدلال کوي چې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ېې ځکه بند کړي چې تر اوسه ېې د اسلامي قوانینو یا اسلامي شریعت مطابق لازم شرایط او امکانات ورته نه دي برابر کړي. دوی په خپلو خبرو کې استدلال کوي چې په دې هکله کار کوي.

د افغانستان او د سېمې کارپوه کارپوه، حسن عباس، وايي د نجونو د تعلیم په برخه کې د طالبانو نظریه تر یو حده د ۱۹مې پېړۍ له ېوې ځانګړې اسلامي مفکورې او یو څه هم د کلیواليو سیمو له دود دستور څخه سرچېنه اخلي او افغانستان داسې يو هېواد دی چې هلته قبيلوي دودونه په ځانګړې توګه په اطرافو کې ژورې رېښې لري. عباس وايي د طالبانو رهبري په دې عقيده ده چې ښځې بايد په هيڅ ډول عامه او ټولنیزو چارو کې ګډون ونه لري او په ځانګړې توګه له تعلیم څخه باید لرې وساتل شي.

عباس چې د طالبانو په هکله پراخې ليکنې کوي وايي چې په اصل کې همدا د محدودیت غوښتونکو، د افراطي عقایدو او د قبيلوي مفکورو درلودونکو افراد ول چې د طالبانو تحریک ودې ته ېې ادامه ورکړه. تر دې مخکې هم ځینې کارپوهانو ويلي دی چې د طالبانو رهبرۍ د خپلو سخت دريځه مفکوره لرونکو پلویانو نظرونو او خبرو ته لومړيتوب ورکوي، ځکه دوی تر ډېره د همدا ډول عقایدو لرونکو په مرسته مبارزه کړې او واک ته رسېدلي.

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې کې چې د دوشنبې په ورځ د سپتمبر ۱۸مه ترسره کیږي، په اجندا کې ېې د افغان مېرمنو او ماشومانو د حقونو موضوع شامله دانځور: Eskinder Debebe/UN Photo/Xinhua News Agency/picture alliance

طالبانو په خپله لومړنۍ دوره کې چې د نويمې لسیزې په وروستیو کې وه، هم نجونې له تعلیم څخه منع کړې وې.

اسلامي هېوادونه د تعلیم د بندیز په هکله څه وايي؟

له افغانستانه بهر په نورو اسلامي هېوادونو کې پر دې موضوع اجماع موجوده ده چې اسلام ښځې او نارینه ته د تعلیم ورکولو مساوي حق ورکړی دی. عباس وايي چې طالبان له دغه اسلامي حکم پر وړاندې د خپل «مخالفت له پاره هېڅ سند او مبنا نه لري.» اما د دې باوجود اسلامي هېوادونو له هغې جملې څخه د اسلامي همکاريو سازمان تر اوسه نه دی توانېدلی چې د ښځو او نجونو د تعلیم په برخه کې د طالبانو موجوده مفکوره بدله کړي.

د طالبانو یو پخوانی او مخکښ غړی، اکبر آغا، وايي افغانستان یو اسلامي هېواد دی او غرب هڅه کوي دلته اسلام څنډې او پر ځای ېې غربي دیموکراسي حاکمه کړي. هغه وايي طالبانو له هماغه اولې ورځې چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه کابل ته داخل شول، اسلامي شریعت نافذ کړی دی.

هغه په افغانستان کې د حاکم وضعيت په هکله وايي: «په اوس وخت کې دا ډول اسلامي سیستم د نړۍ په هېڅ ځای کې نشته. د نړېوالې ټولنې هڅې ادامه لري تر څو په اسلامي هېوادونو کې دیموکراسي تطبیق کړي او له اسلامي سیستم څخه ېې لرې وساتي.»

پر ښځو د لګولو شوو بندیزونو اغیزې څه دي؟

میرمن روزا اوتونبایوا چې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي آنتونیو ګوتریش ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستندویه دفتر یا یوناما مشره ده، وايي چې د نجونو پر تعلیم د بندیزلګولو له ښکاره اغیزو څخه یوه ېې د متخصصو روغتياپالانو د روزنې کمښت دی.

هغه وايي: «راتلونکې ته کتل یوه داسې سناريو ده چې هېڅ شی په کې نه لېدل کیږي. هغې کې به ښځېنه ډاکټرانې، قابلې، ښځېنه متخصصانې او نرسانې له کومه وي؟»

طالبانو په تېر دسمبر کې د خپل یو فرمان پر اساس د طبابت برخې د ښځينه محصلانو تحصیل متوقف کړ. حاضر وخت په افغانستان کې ښځې یوازې په روغتونونو، کلینیکونو او روغتیاي مرکزونو کې کار کولی شي، چې دا د په ډېرو محدودو برخو کې د ښځو د کار کولو یوه نمونه ده. اسوشتید پریس په خپل رپوټ کې ليکي چې ښځې نشي کولای نارينه داکتر ته ولاړې شي او په دې صورت کې د هغوی ماشومانو ته هم زیان رسيږي ځکه دا ماشومان هم زيات وخت ډاکترانو ته لاس نه مومي او يوازې د خپلو مېندو له خوا یې پالنه کيږي.

میرمن اوتونبایوا یاد آژانس ته ويلي: «په یوه ټولنه کې چې هلته شدید جنسيتي تکفکیک موجود دی، يوه ميرمن به څنګه وشي کړی اساسي روغتیايی خدماتو ته لاسرسی ولري، په داسې حال کې چې هلته هيڅ ښځينه روغتیاپاله نه وي؟»

آیا طالبان به په خپل سیاست کې بدلون راولي؟

طالبانو له اسلام څخه د خپل تفسير مطابق د یو نظام رامنځ ته کولو له پاره لسیزې جګړه کړې ده، ځکه خو دوی به په اسانۍ له خپل اختیار کړي دريځ څخه په شا نشي. تر اوسه پر طالبانو باندې وضع شوي فشارونو هم دومره ګټور نه دی ثابت شوي، لکه پر طالبانو د لويديځ له خوا لګول شوو تحریمونو، د افغانستان د شتمنيو کنګلولو، د نه رسميت پېژندلو موضوع او په پراخه کچه د طالبانو محکومول د دغو فشارونو بېلګې دي چې تر اوسه ډېره لږ تغییرات رامنځ ته کړي دي.

دوه کاله شول چې په افغانستان کې نجونې او ښځې د واکمنو طالبانو د فرمان پر اساس، له شپږم ټولګې څخه پورته ښوونځيو ته د تلو اجازه نه لريانځور: WAKIL KOHSAR/AFP

د اسوشتید پریس په رپوټ کې راغلي، خو هېوادونه له طالبانو سره اړېکې لري او تمه ده چې دغه روابط وشي کړی اغیز ولري. بل خوا نني طالب مشران د دوی د لومړنۍ په پرتله بدل شوي دي. نن ورځ د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په ګډون د دغې ډلې لوړپوړي چارواکي افغانانو ته د هېواد دننه او بهر د سوشل میديا له پاره د مهمو معلوماتو رسونه کوي.

طالبانو په هکله خلک څه وايي؟

کارپوه حسن عباس وايي چې طالبانو په هکله د ولس نظر د ۹۰مې لسیزې په پرتله اوس ډېر اغیزناک دی. هغه وايي: «په داخل کې د عادي افغانانو فشارونه کولی شي په نهایت کې کندهار ]د طالبانو د مشر امر[ له پامه ورغوځوي او بدلون رامنځ ته کړي.» عباس وايي چې د طالبانو دغه بندیزونه به په نهایت کې نارینه و باندې خپلې بدې اغیزې او ضربې واردې کړي، خو کېدای شي دا کلونه وخت ونیسي.

سید اکبر آغا وايي افغانان به له دغو بندیزونه ملاتړ وکړي که چېرته هغه د حجاب د رواجولو او د ښځينه او نارینه وو د ګډوالي د پای له پاره وي، خو دوی د نجونو پر زدکړو د بندیز لېرې کولو له پاره د لګول شويو بندیزونو څخه په آسانۍ ملاتړ ونه کړي. هغه وايي: «زه فکر کوم یوازې ولس کولای شي د لارې ټاکوونکی واوسي.»

(AP)mks/bs

پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب