1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې، هرکلی او غبرګونونه

۱۳۹۸ دی ۱, یکشنبه

د پایلو تر اعلان سمدلاسي وروسته د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله اعلان شوې پایلې یواځې درغلیزې شمېرې بللې او د نه منلو خبره یې کړې. د لومړنیو پایلو اعلان د ټاکنیز جنجال پای او که پیل؟

Afghanistan Wahlkommission Ergebnis Präsidentschaftswahlen
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، په ۳۴ ولایتونو کې د رایو له ارزونې او بیا شمېرنې وروسته په ټولیز ډول یو میلیون، ۸۲۴ زره او ۴۰۱ رایې معتبرې پيژندل شوي، چې له دې شمېرې ۹ لکه، ۲۳ زره او ۸۶۸ رایې ولسمشر محمد اشرف غني چې د ټولو رایو ۵۰،۶۴ سلنه کیږي ګټلي.

دغه راز، اجراییه رییس او نوماند عبدالله عبدالله ، ۷ لکه، ۲۰ زره او ۹۹۰ رایې ګټلې چې د اچول شویو رایو ۳۹،۵۲ سلنه کیږي.

ټاکنو کمېسیون وایې، چې لومړني پایلې یې د نافذه قوانینو په رڼا کې اعلان کړې او که یې څوک په اړه اعتراض لري، ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره دې ثبت کړي.

د کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ نن یکشنبې (د ۲۰۱۹ میلادي کال د ډسبمر ۲۲مه) د پایلو د اعلان پرمهال خبریالانو ته وویل: «نوماندان او استازي يې قانون سره سم د راتلونکو دريو ورځو په ترڅ کې کولای شي چې خپل شکایات او نیوکې په ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون کې ثبت کړي.»

ټاکنو کمېسیون داسې مهال لومړنۍ پایلې اعلان کړې چې د ۳۰۰ زره رایو پر سر د کمېسیون او ټاکنیزو ډلو ترمنځ جنجال لاهم نه دی حل شوی.

غبرګونونه

د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د لومړنیو پایلو تر اعلان سمدلاسه وروسته وویل چې اعلان شوې پایلې نه مني.

د يادې معترضې ډلې په اعلامیه کې راغلي: «غواړو چې په ښکاره او روښانه توګه یو ځل بیا ګرانو هېوادوالو، د ثبات او همپالنې ملاتړو، ټاکنیزو کمېسیونونو او نړېوالو متحدینو ته اعلان کړو چې ثبات او همپالنه د درغلیو پر بنسټ اعلان شوې پایلې هیڅ کله هم نه مني.»

اعلامیه زیاتوي چې د پایلو تر اعلان وړاندې د دې ټاکنیزې ډلې قانونې غوښتنې له پامه غورځول شوي. عبدالله عبدالله پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «خپلو درنو خلکو ته ډاډ ورکوم چې د ولسواکۍ له پاره زمونږ مبارزه دوام لري او د هغوی له پاکو رایو په هرقیمت دفاع کوو.»

د ښاغلي عبدالله پر وینا، دا ځل نه پریږدي چې یوه بې رېښې او درغلګره ډله د خلکو پر برخلیک واکمنه شي. خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني له اعلان شویو پایلو هرکلی وکړ.

ښاغلی غني چې د لومړنیو پایلو پر بنسټ د سپټمر د ۲۸مې ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی دی نن یکشنبې ماښام په یوه ټلویزوني وینا کې وویل: «نننۍ بریا د افغانستان د خلکو بریا ده، مونږ نن د ملت بریا لمانځو.»

ښاغلي غني زیاته کړه چې اوس به ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پر پایلو کار کوي او ټولې ټاکنیزې ډلې باید ددغه کمېسیون پریکړې ومني.

د شکایتونو ثبت ته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چمتوالی

هاخوا، ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون بیا د ولسمشریزو ټاکنو لومړنیو پایلو په اړه د شکایتونو ثبتولو ته چمتوالی وښود.

د کمېسیون چارواکو ویلي د قانون له مخې، سبا له دوشنبې (د ۲۰۱۹ میلادي کال د دسمبر ۲۳مه) د لومړنیو پایلو په اړه د شکایتونو د ثبت لړۍ پیلوي او درې ورځې به دوام ولري.

 د شکایتونو کمېسیون مشرې زهره بیان شېنوارې خبریالانو ته وویل: «د ابتدايي نتایجو په اړه ثبت شوي شکایات به په بشپړ شفافیت سره په ۱۵ ورځو کې وڅېړل شي.»

کابل کې د امریکا سفیر جان بس د افغان ولسمشریزو ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان ته په خپل غبرګون کې ویلي، چې پایلې لومړی دی او د نهايي کېدو پروړاندې یې لانور ګامونه هم شته.

ښاغلي بس پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: «ټول افغانان باید پردې پوه شي چې دا پایلې لومړنۍ دي، د پایلو تصدیق لپاره لانور ډیر  پړاوونه پاتې دي، چې د افغانستان د ټولو خلکو باور پر نتایجو حاصل شي.»

په همدې حال کې ملګري ملتونو د افغان ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان څخه هرکلی کړی.

په کابل کې یوناما د یوې ویناپاڼې په ترڅ کې له شکایتونو کمېسیون څخه غوښتي چې په دې اړه ټول شکایتونه په جدي توګه وڅیړي.

ویناپاڼه زیاتوي: «د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مکلف دی، چې هر شکایت ته په شفاف او دقیق ډول رسیدګي وکړي، چې د ټاکنو بهیر په باوري ډول پای ته ورسیږي.»

د افغان ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته هم له ځینو سره دا اندېښنه شته چې د پایلو د نه منلو له امله ښايي سیاسي وضعیت کړکیچن کړي.

حقوقي شنونکي ډاکټر سید صمیم شمسي دويچه ویله ته وویل، له دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې پرته به نور هیڅ ډله هم دا پایلې ونه مني.

ښاغلي شمسي زیاته کړه: «پر ټاکنیز بهیر د معترضو ټاکنیزو ډلو شکایتونو، ۳۰۰ زره جنجالو رایو او د خلکو کم ګډون د لومړنیو پایلو مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راوستی.»

ښاغلي شمسي دا هم وویل، چې که ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د نامعتبرو رایو په اړه ټول شکایتونه په سمه توګه وڅیړي ښايي زرهاوو نورې رایې هم باطلې اعلان شي. د نوموړي په خبره د زرهاوو رایو باطلېدو سره ټاکنې دویم پړاؤ ته ځي.

اسماعیل شاکر – کابل

 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل