«د افغان په نوم د پاکستاني او ایراني مهاجرو مخنیوی دي وشي»
م.ک.ص.۱۳۹۵ مرداد ۱۵, جمعه
آلمان کې میشت افغان مهاجر شریف الله وايي چې کمپ کې ورسره ایرانيان او پاکستانيان اوسیږي چې په وينا يې په تقلبي افغان تذکرو آلمان ته راغلي دي او که دغه شان کسان کوم بد عمل کوي، د افغانانو نوم ورسره بدیږي. مرکه دلته واورئ:
اعلان
[No title]
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (15.05.2016):
انځورونه: په ايران کې د غبرګولو جشن
د تهران په آزادۍ نومي لوبغالي کې د غبرګولو او ډېرګولو سيالي تر سره وشوه چې هدف يې د ګينس په کتاب کې د دغې پېښې ثبتېدل وو. د دغې سيالۍ انځورونه دلته ليدلی شئ.
انځور: Irna
د غبرګولو او ډېرګولو لوی جشن د تهران په لوبغالي کې اخيستل شوی وو چې د ۱۲ کسانو ظرفيت لري.
انځور: Irna
د احسان خاصه په وينا، چې د «غبرګولو او ډېرګولو د ټولنې» عامل مدير دی، دغه پروګرام د دې له پاره جوړ شو چې د ګينس د رکارډونو په کتاب کې ثبت شي.