1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان ښځو د حقونو په اړه د عمران خان څرګندونو ته غبرګونونه

۱۴۰۰ آذر ۲۹, دوشنبه

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان د ښځو د حقونو او د نجونو د تعلیم په اړه د پاکستان د صدراعظم عمران خان وروستۍ څرګندونې طالبانو ته د مشروعیت ورکولو هڅه بولي.

Pakistan | Premierminister | Imran Khan
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د پاکستان لومړې وزیر عمران خان د افغانستان په اړه د اسلامي هيوادونو د همکارۍ سازمان په غونډه کې وویل چې ښځو او نجونو ته د کار او یا زده کړو مسله په ځانګرې ډول د پښنتو په سیمو کې یوه فرهنګي او کلتوري مسله ده چې نړیوال باید دغه حساسیت په پام کې ونیسې.

د عمران خان دغو څرګندونو ډېر غبرګونونه راوپارول. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د عمران خان څرګندونې یو سپکاوی او د تفرقې اچولو هڅه بللې ده. هغه پر پاکستان غږ وکړ چې په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان په استازیتوب خبرې ونه کړي.

یو شمېر پوهان  په دې باور دي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو او نجونو د تعلیم په اړه د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونې د دغه هیواد د تاریخ او کلتور په اړه د هغه د نه پوهېدني لامل دی.

د نړیوالو اړیکو کارپوه ملک ستیز، دویچه ویله ته وویل: «ښاغلی عمران خان د افغانستان د خلکو او د افغانستان د تاریخ په اړه هیڅ پوهه نه لري ... په افغانستان کې بشري حقونه ډېر اوږد تاریخ لري. له ستر کروش څخه نیولې بیا تر یو شمیر نورو لویو ویناوالو پورې چې د دې خاورې له غیږې څخه راپورته شوي دي. دوی ټول د بشري حقونو، مدني حقونو، انساني کرامت او د ښځو حقونو ته د درناوي له پاره ږغ پورته کړی.»

ښاغلی ستیز په دې باور دی چې عمران خان غواړي د افغانستان له پاره د پاکستان ستراتیژیک لید چې د هغه په خبره پر "اسلامي بنسټپالنې" ولاړ دی، په ډاګه کړي. هغه زیاته کړه: «دا مفکورې او دا ویناوې په دې پورې اړه لري چې پاکستانیان څنګه غواړي د اسلامي افراطیت له لارې په افغانستان کې سیاست او ټولنیز ژوند ته وده ورکړي، او افعانستان ته پاکستانۍ څیره ورکړې.»

په پاکستان کې پخوانی افغان دیپلومات احمد سعیدي په دې باور دی چې پاکستان هڅه کوي چې د دا ډول مسلو په راپورته کولو سره نړیوالو ته د طالبانو د مشروعیت ورکولو هڅه وکړي. سعیدي وویل: «عمران خان، د پاکستان د ديپلوماسۍ مرکز او د دغه هيواد د پوځ مشر ټول هڅه کوي چې طالبانو ته مشروعیت ورکړې او نړۍ ته وښيي چې طالبان انساني رويه لري.»

د عمران خان دې څرګندونو د پاکستان د سیاسي مسایلو کارپوهانو په مینځ کې هم غبرګونونه راپارولي دي. یو له دغو کارپوهانو څخه افراسیاب خټک په ټویټر کې لیکلي چې «اوس خبره دې ته شوه چې عمران، د چا په خوله چې پاکستان کې هم څوک پياز نه خوری، هغه به د افغانستان د معارفو په باب تصميم نيسي، مشرانو به ويل چې خواره شې ته وينځې چې د وينځې پښې به وينځې، خو که خدای کوله د افغانستان د لاس لاندې ساتلو پخوانيو دسيسو په شان به دغه نوې دسيسه هم شنډه شي.»

طالبانو واک ته له رسیدو وروسته له خپلو قومندانانو څخه جوړ یو حکومت جوړ کړ چې ښځې یې له کار کولو او ځواني نجونې یې تر شپږم ټولګي پورته تعلیم څخه منعې کړې. نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت د په رسميت پيژندلو له پاره د یو ټول شموله حکومت د جوړولو ترڅنګ د ښځو د حقونو د تامین او د هغوی د کار او زده کړو د دوام له پاره عمده شرایط وضع کړي.

په همدې حال کې سهیل شاهین چې د طالبانو له خوا په ملګرو ملتونو کې د دې ډلې د استازې په توګه نومول شوی دی، دویچه ویله ته وویل چې دوی د ښځو د حقونو د تامین له پاره ژمن دي. شاهین زیاته کړه: «موږ د ښځو بنسټیزو حقونو ته ژمن یوو، کوم چې زده کړې او کار ته لاس رسی دی. خو زموږ ټولنه اسلامي ده او د حجاب په مراعت کولو سره موږ د ښځو له کار او زده کړې سره هیڅ ستونزه نلرو.»

که څه هم پاکستان تر اوسه پخپله د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو تل یې په نړیوالو فورمونو کې د دې ډلې په رسمیت پېژندلو غږ کړی دی.  

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب