1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رینا امیري او د قطر د بهرنیو چارو وزیرې لیدنه

۱۴۰۲ مرداد ۱۱, چهارشنبه

د افغان ښځو او بشري حقونو له پاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په یوه ټویټ کې ویلي، چې د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیرې لولو الخاطر سره یې په لیدنه کې د افغان ښځو او نجونو د ریښتینې ملاتړ په اړه خبرې کړي دي.

Afghanistan Taliban-Vertreter führen in Doha Gespräche mit US-amerikanischen und europäischen Delegierten
انځور: Stringer/REUTERS

 مېرمن امیري همدا راز ویلي دي چې، په دې کتنه کې يې د پوهنې او اقتصادي پیاوړتیا په برخو کې دافغان ښځو او نجونو پر رول او ملاتړ خبرې کړي دي.

 

بل لور د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې مېرمن الخاطر د افغان ښځو او بشري حقونو له پاره د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړې استازې رینا امیري سره او د افغانستان له پاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره یې کتلي دي.

 

په دغه خپرپاڼه کې راغلي ول چې دواړو لورو د دواړو هيوادونو ترمنځ د همکاريو پر پراختيا، د دوحې په کوربه توب د امريکا او افغانستان د غونډو پر پايلو او له افغانستان سره د روغتيا، پوهنې او اقتصاد په برخو کې د مرستو پر لارو چارو خبرې وکړې.

 

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې په قطر کې د طالب مشرانو او د افغانستان له پاره د امریکا ځانکړو استازو ترمنځ خپلمنځي ناستې روانې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل