د آلمان زرغون گوند افغانستان ته د کډوالو د بیرته استولو په هکله پر گډ دریځ توافق کړی. تر دې مخکې دې گوند په افغانستان کې د نامطمین امنیتي وضعیت له کبله د افغانانو پر اخراج نیوکه کړې وه.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler
اعلان
د آلمان زرغون گوند چې په لسو ایالتونو کې د حکومت برخه ده، له آلمان څخه د اخراجیدونکو افغان پناه غوښتونکو په هکله یوه گډ دریځ ته رسیدلي دي. د هغوی له لورې د پنجشنبې په ورځ په یوه گډه بیانه کې ویل دي شوي چې «افغانستان ته په دوامداره او اساسي توگه د پناه غوښتونکو د اخراج څخه صرف نظر یوازې هغه وخت د ایالتونو له پاره ممکن دی چې د آلمان فدرالي حکومت د دغه هیواد د امنیتي وضعیت په هکله خپلې ارزونې ته بدلون ورکړي.»
په لومړي سر کې دغه رپوټ «شتوتگارتر څایتونگ» او «زود وېست پرېسه» ورکړی وو. دې ګوند ویلي دي چې که د آلمان فدرال حکومت شرایط برابر کړي نو په ځانګړې توګه د خلافکارو او خطرناکو کسانو له اخراج سره مخالف نه دی.
د تیر میلادي کال د دسمبر میاشتې په نیمایي کې په افغانستان کې د نامطمین امنیتي وضعیت له کبله په پارلمان کې د زرغون گوند فرکسیون افغانستان ته د پناه غوښتونکو پر استولو باندې انتقاد کړی وو. زیاته شوې ده چې له دې کبله «ډیر شمیر ایالتونو» چې پکښې زرغون گوند د ائتلافي حکومت برخه دی له دې کبله د اخراجولو په اقداماتو کې برخه نه وه اخیستې. د آلمان حکومت د افغانستان ځینې برخې د امنو سیمو په توگه ارزولي دي.
زرغون گوند په اصل کې په یوولسو ایالتي حکومتونو کې استازیتوب کوي، خو په دې ترڅ کې د نیدرزاکسن ایالت ذکر نه دی شوی.
اوس په ایالتي حکومتونو کې زرغون گوند د مهاجرو د اخراج له پاره شرایط فورمولبندي کړي دي او د آلمان له فدرالي حکومت څخه یې غوښتنه کړې ده چې د دغه هیواد امنیت له سره وارزوي. زیاته شوې ده چې په دغه څه کې د غیر دولتي سازمانونو نوي معلومات هم شریک کړي شي.
په یونان کي مهاجر د مرستو په تمه دي
پر سختي يخي هوا سربیره په یونان کي په زرونو مهاجر اوس هم په داسي خیمو او کانتینرو کي ژوند کوي چي بخارۍ نه لري. په تیره بیا په لیسبوس ټاپو کي حالت د زغملو نه دی.
انځور: picture-alliance /AP/dpa/M. Muheisen
سخته یخني او ټکان ورکوونکی حالت
د یونان په زیاترو برخو کي سخته يخه هوا خپره ده. د دغه هیواد په ځینو برخو کي بېړنی حالت اعلان سوی. په ختیځه برخه کي پروت د ریتسونا په نامه مهاجرکمپ کي د حرارت درجه له څو ورځو راهیسي له صفر څخه پورته سوې نه ده. مهاجر او له هغوی سره کوچنیان د بیړیو په مؤقتي کانتینرونو کي شپې او ورځي تیروي.
انځور: picture-alliance /dpa/AP/M. Muheisen
په لیسبوس کي اضطراري حالت
په تیره بیا په لیسبوس ټاپو کي حالت د زغملو نه دی. په دغه ځای کي د ۶۰۰۰ په شاوخوا کي مهاجر اوسیږي چي زیاتره یې سوریایان دي. دلته له څو ورځو راهیسي پرله پسې واوره اوري چي له امله یې خیمې هم چپه کیږي، مځکه ټوله یخی ده.
انځور: Reuters/Intime
اړو کسانو ته مرستې نه رسیږي
مرستندویه ټولني نور نه سي کولای د هغوی غم وخوري. د «نړۍ د ډاکټرانو» په نامه مرستندویه سازمان په حواله زیاتره مهاجر ناروغه دي او یوازي د سږي د ناروغۍ په تیرو دوو میاشتو کي دوه برابره سوې ده.
انځور: Reuters/Y. Behrakis
له دولت څخه د مرستو غوښتنه
د بشري مرستو سازمانونو او اروپايي ټولني د دغو کمپونو پر حالت سخت انتقادونه کړي او د یونان له حکومته یې د هغوی د غم خوړلو غوښتنه کړې. د بې سرحده ډاکټرانو سازمان په حواله، په لیسبوس کي د ماریا په نامه کمپ کي د ۲۵۰۰ په شاوخوا کي انسانان چي پکښي ښځي، کوچنیان او معیوبه کسان شامل دي، پرته له مرکزگرمیو او تودو اوبو څخه ژوند کوي.