1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان کډوالو ښځينه فوټبال ټيم لومړۍ لوبه او ماته

نجيب الله زيارمل مواد رويترز خبري آژانس
۱۴۰۴ آبان ۵, دوشنبه

د افغان کډوالو ښځينه فوټبال ټيم په خپله لومړۍ نړيواله سيالي کي د چاد هيواد پر وړاندي ماته وخوړه. دغه تيم به خپلي نوري لوبي له تونس او ليبيا سره ولري.

د افغان کډوالو د ښځينه فوټبال ټيم لوبغاړي د چاد هيواد پر وړاندي لوبه کي تر ګول لګولو وروسته خوشحالي
د افغان کډوالو ښځينه فوټبال لوبډله په دغو سياليو کي د «افغانستان متحدي ښځي» په نوم لوبيږيانځور: Mahmoud Khaled/FIFA/Getty Images

د افغان کډوالو ښځينه فوټبال ټیم د يکشنبې په ورځ په هغو سيالو کي د فيفا له خوا په مراکش کي پيل سوې، د چاد هيواد پر لوبډلي باندي خپله لومړۍ لوبه يو د شپږ پر وړاندي بايلوده.

خو د افغان ښځينه فوټبالرانو له پاره په دغه سياليو کي يوازي ګډون يوه بريا ګڼل کيږي، ځکه چي په خپل هيواد کي د ډېرو آزاديو او اساسي حقونو پر له لاسه ورکولو سربيره دوی د خپلي خوښي له لوبي څخه هم محرومي دي او په جلا وطنۍ کي ژوند کوي.

په افغانستان کي د طالبانو په بيا واکمنۍ سره د ښځو ورزش منع اعلان سوی او دا د ورزشکاره ښځو له پاره له ويري له هيواده د وتلو سبب سوی دی.

د طالبانو تر واکمنۍ مخکي د افغانستان ښځينه فوټبال ټيم ۲۵ غړي لرل چي د هغوی ډېري اوس په استراليا کي ژوند کوي.

د افغانستان د ښځينه فوټبال ټيم په نړيواله کچه خپله وروستۍ لوبه په ۲۰۲۱م کال کي لرله چي د قطر پر وړاندي يې پنځه صفر لوبه بايلوده.

تر هغه وخته پوري چي فيفا پريکړه نه وې کړې چي د افغان کډوالو ښځينه فوټبال تيم جوړ سي، افغان فوټبالرانو د ۲۰۲۱م کال څخه کومه لوبه نه درلوده.

د افغان مېرمنو د فوټبال لوبډلې برخلیک ټاکونکې شېبې

03:04

This browser does not support the video element.

«د افغانستان متحدي ښځي»

له فيفا سره په مشورې دغه ټيم خپل رسمي نوم «د افغانستان متحدي ښځي» انتخاب کړی او «فيفا يې سره متحد کوي: د ښځو د لوبو سيالۍ» کي يې برخه اخيستې ده.

د چاد پر وړاندي د هغوی لوبه په يوه ګروپ کي د څلورو لوبډلو ترمنځ د سياليو لومړی لوبه ده چي د تونس او ليبيا لوبډلي هم پکښې دي.

د لوبډلي کاپيتاني فاطمې حيدري تر لوبي مخکي وويل: «دا هغه څه دي چي موږ په کلونو تلاښ ورته کاوه چي موږ يې ريښتيا د ښځو په توګه مستحقي يو، ترلاسه کړو: زموږ د لوبي کولو او د خپل هيواد د استازيتوب حق.»

هغې زياته کړه: «موږ په ژوره توګه منندوی يو چي فيفا موږ ته دا فرصت او امتياز راکړ، څو وښيو چي څه وړتياوي لري.»

د افغانستان بله لوبه به د چهارشنبې په ورځ د تونس او او وروسته بيا د شنبې په ورځ د ليبيا پر وړاندي وي.

په پام کي وه چي دغه سيالۍ په متحدو عربي اماراتو کي ترسره سي، خو تيره اونۍ ځکه مراکش ته دغه لوبي انتقال سوې چي افغان لوبغاړي و نه توانيدل چي دغه هيواد ته د تګ ويزې ترلاسه کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل