1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اقليم تغيير په سمندرونو کي اکسيجن کم کړی دی»

۱۳۹۸ آذر ۱۷, یکشنبه

کارپوهان وايي چي په اقليم کي روان تغيير د دې لامل سوی چي په سمندرونو کي د اکسيجن کچه راکښته سي. د هغوی په وينا دغه کمېدنه د سلهاؤ مليونو انسانانو پر ژوند اغېز لرلای سي.

Großer Weißer Hai
انځور: picture-alliance/Design Pics/D. Fleetham

د نړۍ د طبيعت د ساتنې سازمان (IUCN) په خپل وروستي راپور کي ليکلي دي چي په سمندرونو کي د اکسيجن کچه د کمېدو په حال کي ده. د ياد سازمان په راپور کي زياته سوې چي د اکسيجن د کچي د کمېدنې لامل په اقليم کي روان بدلون دی. زیاته سوې چي دغه کمښت به په سمندرونو کي د ژوند کوونکو حيوانانو پر ژوند سختي منفي اغېزې ولري او په نتيجه کي به يې د بېلګي په توګه کب نيونکي او نور انسانان هم سخت زيانمن سي.

په مادريد کي د ملګرو ملتونو د اقليم په کانفرانس کي ويل سوي چي دا د انسانانو له پاره »د راويښېدو تر ټولو وروستی/مهم ږغ« دی چي د کاربون سره تړلو افرازاتو کي کمښت رولي.

د ياد راپور ليکونکو ويلي چي »په سمندرونو کي د اکسيجن کمېدل د هر شخص ستونزه« ده. يعني دا چي دا داسي کومه ستونزه نه ده چي صرف يې يوه ډله يا طبقه د منفي پايلو سره مخامخ کېدونکې وي. پر اړونده موضوع تر سره کېدونکې دا تر ټولو لويه او پراخه پلټنه ده چي پايلي يې وړاندي سوي دي.

په راپور کي راغلي چي و اقليم ته زیان رسېدنه د دې لامل سوي چي په سمندرونو کي د اکسيجن د کمښت ستونزه هم د تمرکز سبب سي. د راپور په وينا په سمندرونو کي د ژويو او نباتاتو د ژوند د حساس توازن له پاره ياده ستونزه يوه فاجعه ثابتېدلای سي. ډاکټر ګرېتل اګيلار چي د (IUCN) سرپرست عمومي مشر دی پر ياده موضوع تشريحات وړاندي کړي دي. دغه سازمان د مدني او دولتي ټولنو څخه جوړ سوی يو مخلوط جوړښت دی.

په دغه راپور کي وړاندوينه سوې چي سمندرونه به تر راتلونکې سليزي پوري د ۳ او ۴ سلنې تر منځ خپل اکسيجن له لاسه ورکړي چي دا به په سمندرونو کي د بيولوژيک ژوند او توازن له پاره يو لوی ګواښ وي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب