د ډګ جونز له خوا د سنا له پاره د الاباما ټاکنې ګټل د ډونلډ ټرمپ له پاره يوه لويه ماته ګڼل کيږي. د جمهوري غوښتونکي (ريپبليکن) ګوند کانديد روی مور او د ټرمپ مهم پلوي کوونکي خپله ماته منلې ده.
اعلان
د امريکا متحدو ايالاتو په الاباما ايالت کي د ديموکرات ګوند کانديد ډګ جونز په حيرانونکې توګه د سنا چوکۍ له پاره ټاکنې ګټلي دي. د سنا دغه چوکۍ د عدلي چارو د وزير جېف سېشنز تر وزير کېدو وروسته خالي سوې وه.
د تقريبا ټولو رايو تر شمېرلو وروسته جونز تقريبا ۴۹،۶ سلنه او مخالف کانديد روی مور يې۴۸،۷ سلنه رايي ګټلي وې. د ديموکرات ګوند کانديد چي د بشري حقونو فعال وکيل هم دی، د جمهوري غوښتونکي ګوند تر کانديد روی مور يې ۲۰ زره زياتي رايي په لاس راوړي دي.
په الاباما کي د ديموکراټانو په دغه بريا سره د امريکا متحدو ايالاتو په سنا کي د دونالد ترمپ ګوند د چوکيو شمېر۵۱ ته راټيټ سوی دی. په سنا کي په ټوليزه توګه ۱۰۰ چوکۍ دي. په دغو ټاکنو کي ۳۸ سلنه خپلي رايي اچولي دي.
«کرامت او احترام»
ډګ جانز په دغو ټاکنو کي د بريا ترلاسه کولو وروسته زیاته خوښي څرګنده کړې ده. دغه ۶۳ کلن په برمينګن ښار کي خپلو پلويانو ته د وينا په ترڅ کي وويل چي د دغو ټاکنو مهم موضوعات «کرامت او احترام» ول. هغه زياته کړه: «الاباما په يو دوراهي کي قرار ده. نن ماښام تاسو هغه سم استقامت انتخاب کړ.»
د ديموکرات ګوند نورو سياستوالو هم په الاباما کي د خپل ګوند د کانديد بريا ولمانځله. دا په دې وجه هم چي الاباما د متحدو ايالاتو په سويل کي پروت يو زيات محافظه پال ايالت بلل کيږي. د مېري لېنډ ديموکرات سناتور کريس فان هولن په خپل غبرګون کي ويلي: «دغه هيواد به هيڅکله دا هير نه کړي چي الاباما د هيلو په حق کي رايه ورکړه او دا چي ترمپ په جنسي توګه د ماشومانو د يو شکمن ځورونکي اړخ نيولی ؤ او امريکا يې شاته غورځول غوښتل.»
روی مور د سه شنبې په ماښام (د ۲۰۱۷ کال د دسامبر ۱۳مه نېټه) لا دې ته نه ؤ چمتو چي ځان د ټاکنو بايلونکی وګڼي. هغه په مونټګومري کي خپلو پلويانو ته د وینا پر وخت وويل: «دا چي په پايلو کي توپير دومره لږ دی، نو ټاکنې لا نه دي فيصله سوي.» هغه دا خبره د عسکرو پاتو رايو ته په اشاره سره وکړه. د ټاکنو د قانون له مخي که د دواړو کاندیدانو تر منځ د تر لاسه کړو رايو توپير تر نيم سلنه کم وي، نو بيا به نوي تاکنې تر سره کيږي.
د ترمپ له پاره ازمويښتي ټاکنه
ديموکراتانو پسله څو لسيزو په الاباما ايالت کي د اول وار بريالي سوي دي. د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد روی مور، يو وخت د الاباما د ستري محکمې قاضي هم وو. د ټاکنو له پاره د کامپاين پر وخت پر هغه يو شمېر مېرمنو سخت تورونه ولګول. هغوی تور لګولی چي کله چي دوی شل کلنۍ ته لا نه وې رسېدلي، روی مور جنسي ځورولي دي. خو مور دغه تورونه ردوي.
د الاباما دغه ټاکنې د ولسمشر دونالد ترمپ له پاره ازمويښتي ټاکنې هم ګڼل کېدلې. دا په داسي حال کي چي ترمپ د جمهوري غوښتونکو په دغه مرکز کي د ولسمشرۍ په ټاکنو کي ۶۰ سلنه رايي په لاس راوړي وې.
AG(A.A/N.Z) زموږ له آرشيف څخه (17.11.2016):
د دونالد ترمپ غوره کاريکاتورونه
د نړۍ په ټولو برخو کي کاريکاتور جوړونکو د دونالد ترمپ د ټاکل کېدو په اړه غبرګونونه وښودل. ښايي زيات خلک له ترمپ څخه بيره لري، خو د طنزي رسم جوړونکو له پاره ترمپ يو محبوب کارتوني کردار دی.
انځور: picture-alliance/abaca/Van Tine Dennis
د مذهبي خنډونو ليري کول
ګاډو د افريقا د مشهور ترينو کاريکاتور رسم کوونکو څخه يو دی. دغه کارتون رسم کوونکي په متحده ايالاتو کي د ولسمشريزو ټاکنو پر وخت دغه او يو شمېر نور کاريکاتورونه د دويچه ويله له پاره رسم کړل. په دغه کاريکاتور کي د مسلمانانو په تړاو د کامپاين پر وخت د ترمپ توندو خبرو ته اشاره سوې ده. په دغه طنزي رسم کي دونالد ترمپ په خوله کي دا خبره ورکول سوې: «وعده کوم چي د مسيحيت ميراث به وساتم.»
ترمپ ته د مکسيکو جواب
کله چي دونالد ترمپ د ټاکنيز کامپاين پر وخت وويل چي که ولسمشر سي نو د مکسيکو او متحدو ايالاتو تر منځ به جګ ديوال جوړ کړي، نو د آرتور کېمچس په نوم مکسيکني رسام د ترمپ د کاريکاتورونو نندارتون جوړ کړ. دغه نندارتون د مکسيکو ښار د کاريکاتورونو په موزيم کي جوړ سوی وو. نوموړی رسام وايي چي دونالد ترمپ د کاريکاتور جوړونکو له پاره يو غوره شخصيت دی.
انځور: Getty Images/AFP/Y. Cortez
د سينيور ترمپ د کاريکاتورونو ديوال
په مکسيکو کي د ترمپ د کاريکاتورونو نندارتون «ترمپ: د کاريکاتورونو ديوال» تر عنوان لاندي د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر مياشت کي لا پېل سوی ؤ. په دغه نندارتون کي د دونالد ترمپ داسي کاريکاتورونه نندارې ته وړاندي کړل سوي دي چي ورڅخه څرګنديږي چي د مکسيکو خلک د ولسمشر ترمپ په هکله څه فکر کوي. په دغو کاريکاتورونو کي د نازيانو سمبول هم رسم سوی دی.
انځور: Getty Images/AFP/Y. Cortez
موډ جوړونکی کارل لاګرفېلډ هم ترمپ رسم کړی
آلماني موډ او ډيزاين جوړؤنکی کارل لاګرفېلډ د ترمپ په هکله وايي:«هغه په سياست کي هم مېرمنو ته په هغه نظر ګوري لکه د آسانو تجار چي و آسپو ته ګوري.» په دغه کاريکاتور کي د «آلمان له پاره د بديل ګوند» مشره فراوکه پېتري رسم کړل سوې چي ترمپ يې «ګوري». فراوکه پېټري په ترمپ کي د خپل ښې اړخي سياسي دريځ ملګری ويني.
انځور: picture-alliance/dpa/Frankfurter Allgemeine Magazin
ايرفورس ون
د متحده ايالاتو د راتلونکي ولسمشر دونالد ترمپ ورېښتان د زياتو کارتون رسم کوونکو د طنزي رسمونو موضوع ګرځېدلې ده. د بېلګي په توګه په انټرنټ کي داسي خوشکلامۍ روانې دي چي ګواکي د ترمپ ورېښتان په اصل کي د يو ډول وښو څخه جوړ سوي چي په «ناروې» هيواد کي شنه کيږي. د «هېرفورس ون» په عنوان د مارک نايټ کاريکاتوريست دغه رسم هم ډېر مشهور سوی دی. دلته د امريکا د ولسمشر و الوتکي «ايرفورس ون» ته اشاره سوې.
انځور: Twitter/@Knightcartoons
د تېښتي فکرونه: افريقايان له متحدو ايالاتو وځي
په دغه طنزي رسم د يو افريقايي معلومېدونکي کس په خوله کي دا ور اچول سوي: «د هغه کرکې له کبله چي دونالد ترمپ د تورپوستو په وړاندي ښکاره کړې، موږ د هغه له هيواده وځو. چي زړه يې غواړي په دغه هيواد دي يې وکړي.» د عبدالکريم بابا په نوم د نايجيريا کاريکاتوريست په خپل دغه رسم کي د دونالد ترمپ په هکله خپل نظر څرګند کړی دی.