1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د البغدادي تر وژل کیدو وروسته، داعش ته یوه بله سخته ضربه

۱۳۹۸ آبان ۶, دوشنبه

د یکشنبې په ورځ د سوریې په شمال کې د امریکایي ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د داعش ترهګرې ‌ډلې د مشر البغدادي د وژل کیدو رپوټ ورکړل شو. اوس د نورو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د دې ډلې د ویاند د وژل کیدو خبره شوې.

Syrien Einsatz gegen IS-Spitze läuft weiter | Abu Hassan al-Muhajir
انځور: AFP/A. Watad

دا ځل امریکایي ځواکونو د سوریې دیموکراتیک ځواک (اس ډي اف) د استخباراتي استازو سره په ګډه عملیات تر سره کړي دي. د دغو عملیاتو هدف د داعش ډلې د ویاند ابو حسن المهاجر، وو چې د دغې ترهګرې ډلې د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي، نزدې سلاکار انګیرل کیده.

د کردانو د سوریې دیموکراتیک پوځ یوه جګپوړي غړي ویلي دي چې دغه پوځي عملیات د یکنشبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر۲۷مه) د سوریې د حلب ولایت په شمالي څنډه عین البیضا، کې تر سره شوي دي. د هغه په خبره المهاجر د البغدادي ښي لاس وو.

د سوریې دیموکراتیک ځواکونه یو پوځي اتحاد دی چې زیاتره برخه یې کردي ولسي واحدونه (وای پي جي) جوړوي. ترکي پوځ د سوریې په شمال کې د دغو کردي ولسي واحدونو پر وړاندې په وروستیو کې پوځي عملیات پېل کړي ول.

د فرانسې خبري آژانس یوه خبریال په البیضا سیمه کې دوه موټر لیدلې دي چې د یوه هوایي برید په پایله کې له منځه تللي. په له منځه تللو موټرو کې درې جسدونه وو. لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان هم د داعش ډلې د ویاند د وژل کیدو خبر ورکړی دی. د هغوی د معلوماتو له مخې هغه د داعش له پنځو غړو څخه یو وو چې د متحده ایالاتو د ځواکونو په پوځي عملیاتو کې وژل شوی دی.

د البغدادي پټنځای د امریکایي ځواکونو له لوري په بشپړه توګه ویجاړ شوی دیانځور: AP Photo/G. Alsayed

د المهاجر د هویت په هکله ډیر معلومات نه شته. د داعش په انځورونو او ویډیو ګانو کې هغه نه دی لیدل شوی، خو د دغه ترهګرې ملیشې مهم کس ګڼل کیده. د ویاند په توګه هغه د داعش ترهګرې ډلې په څو غږیزو پيغامونو کې په لویدیځ کې پر خپلو خواخوږو د بریدونو د تر سره کولو غږ کړی وو. المهاجر وروسته له هغې د ابو محمد العدناني، ځای ناستی شو چې هغه په ۲۰۱۶م کال کې د امریکایي ځواکونو په یوه هوایي برید کې ووژل شو.

تر دې دمخه د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ خبر ورکړ چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي د سوریې په شمال کې د امریکایي کوماندو ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.

د ترمپ په خبره د داعش مشر له کوماندو ځواکونو څخه یوه تونل ته تیښته وکړه او هلته یې د یوه ځانمرګي واسکټ په واسطه ځان ته انفجار ورکړ او له ځان سره یې درې ماشومان هم ووژل. د هغه په خبره کارپوهانو د «ډي ان اې» د ازموینې له مخې د البغدادي هویت ثابت کړ. د متحده ایالاتو ولسمشر وویل چې په دغه پوځي عملیاتو کې د داعش ډیر شمیر جنګیالي هم وژل شوي دي او امریکایي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې په دغو عملیاتو کې یوازې دوه عسکر سرسري ټپیان شوي ول، چې اوس بیرته پر خپله دنده دي. سپینې ماڼۍ همداشان د داعش د ډیر شمیر جنګیالیو د نیول کیدو رپوټ هم ورکړی وو. د سپينې ماڼۍ په خبره په دغه ځای کې ۱۱ ماشومان هم نیول شوي چې یوه چاته سپارل شوي دي.

ترمپ له روسیې، ترکیې، سوریې، عراق او سوریایي کردانو څخه د هغوی د ملاتړ له کبله مننه کړې. امریکاي ځانګړي ځواکونه د څرخي الوتکو په واسطه د عملیاتو ځای ته تللي ول. دغه الوتکو پر هغو سیمو هم الوتنه کړې وه چې د روسیې او ترکیې له لوري کنترولیږي.

sr/ms (afp, rtre, dpa)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب