1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د الجزایر د شمال ختيځ په ځنګلونو کي سخت اورونه لګیدلي دي

۱۴۰۱ مرداد ۲۷, پنجشنبه

د الجزایر د شمال ختيځ په ځنګلونو کي سخت اورونه لګیدلي دي، چي په ترځ کي یې حداقل ۲۶ انسانان مړه سوي دي. د اورلګيدو تر ټولو ډيرې پيښې په الطارف ولایت کې رامنځ ته شوي دي.

Algerien Waldbrände
انځور: Algerian Civil Defense/AA/picture alliance

د الجزایر د شمال ختيځ په ځنګلونو کي سخت اورونه لګیدلي دي، چي په ترځ کي یې حداقل ۲۶ انسانان مړه سوي دي.

د داخله وزیر، کامل بیلجود په حواله په دغو اورونو کي یوازي د الطارف په ولایت کي ۲۴ کسان او دوه نور بیا د سیتي په ولایت کي مړه سوي دي.

په لسهاوو نور کسان د اور د لمبو او یا دود پواسطه ټپیان سوي یا بیسده سوي دي.

د الجزایر د ملکي دفاع ادارې د ارقامو پراساس په اوس وخت کي د دغه هیواد د ۱۴ ولایتونو په ځنګلونو کي مجموعأ ۳۹ اورونه بل دي، چي ۱۴ یې یوازي د الطارف په ولایت کي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب