1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د «الشباب» اسلامپاله څوک دي او کوم اهداف لري؟

۱۳۹۸ دی ۱۰, سه‌شنبه

د الشباب ډلې د افریقا په ښکر کې یوه خونړۍ جګړه پر لاره اچولې او ترهګریز بریدونه کوي. د الشباب به خبره دغه خونړۍ جګړه یي د یوه اسلامي هیواد د رامنځته کولو او شرعي قوانینو د نافذولو له پاره پیل کړې ده.

Somalien Al-Shabaab-Kämpfer
انځور: picture-alliance/AP Photo/F. A. Warsameh

د شنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې په ۲۸ نیټه) د سومالیي په پلازمېنه موګادیشو کې د یوه موټربم په وسیله د ځانمرګي برید په پایله کې شاوخوا ۱۰۰ تنه ووژل شول. د الشباب ملیشه و د دې برید مسئولیت په غاړه واخیست او ويې ویل چې د برید هدف دوه تنه ترکي انجینران وو.

د الشباب ملیشه چې په ۲۰۱۱م کال کې د افریقایي اتحادیي د واحدونو په وسیله د سومالیي څخه شړل شوې وه، اوس د دغه هیواد پراخې سیمې تر خپل کنترول لاندې لري او اوس هم د سومالیي د سولې له پاره یو لوی ګواښ کڼل کیږي.

دغه سُني مذهبه اسلامي افراطیان د خپلو ترهګریزو بریدونو له پاره هوټلونه، عامه ودانۍ او دولتي ساختمانونه په نښه کوي.

الشباب یعنې «ځوانان» په حقیقت کې د «اسلامي محکمو اتحادیه» په نوم د ځوانانو له غورځنګ څخه رامنځته شوی دی چې په ۲۰۰۶ م کال کې یي د سومالیي ځینې برخې تر خپل کنترول لاندې درلودلې. دغه ډله غواړي چې د افریقا په ښکر یا څنډه کې یو اسلامي هیواد رامنځته کړي.

دا ډله له ۵۰۰۰ تر ۹۰۰۰ پورې جنګیالي لري. مشر یي احمد عمر دیریه دی چې په «ابو عبیده» مشهور دی. دا ډله په ۲۰۱۲م کال کې په رسمي ډول د القاعده له ترهګرې ډلې سره یوځای شوه. د دغې ډلې يو لږ شمیر غړو په دې وروستیو کې د داعش له ترهګرې ډلې سره بیعت کړی دی.

د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې د الشباب ډلې له خوا ترسره شوي برید کې شاوخوا ۱۰۰ تنه ووژل شولانځور: Reuters/F. Omar

د الشباب ډلې ملیشه په پیل کې یوازې په سومالیا کې فعاله وو، خو د ۲۰۱۰م کال په جولای کې يي د لومړي ځل له پاره په یيوګاندا هیواد کې د دوو بمي چاودنو مسئولیت په غاړه واخیست چې په پایله کې یي ۷۴ تنه وژل شوي وو.

یوګاندا د افریقایي اتحادیي د سومالیا مامورت ته تر ټولو ډير سرتیري استولي دي. الشباب په ۲۰۱۴م کال کې په جیبوتي کې پر یوه رستورانټ برید وکړ. دغه هیواد هم سومالیا ته سرتیري استولي او امریکا او فرانسې ته یي نظامي اډې ورکړي دي.

له سومالیي څخه د باندې الشباب تر ټولو ډیر بریدونه په کینیا هیواد کې کړي دي.

د ډغې ډلې تر ټولو مهم برید د ۲۰۱۳م کال په سپټمبر میاشت کې د نایروبي د خریدارۍ پر مرکز برید وو چې ۶۷ تنه په کې ووژل شول. د ۲۰۱۵م کال په اپریل میاشت کې الشباب د دغه هیواد په ختیځ کې د ګاریسا پر پوهنتون برید وکړ چې په نتیجه کې يي ۱۴۸ تنه ووژل شول. له دې ډلې څخه ۱۴۲ تنه یي محصلين ول.

د ۲۰۱۸م کال په جنورۍ کې د الشباب ملیشه و په نایروبي کې د څو ساعتونو له پاره یو هوټل محاصره کړ او ۲۱ تنه یي ووژل. دغه بریدونه له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقالولو په غبرګون کې ترسره شوي ول.

دویچه ویله/ ش.ن/ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل