د القاعدي یوه غړي د بریدونو په پلانولو اقرار کړی دئ
۱۳۹۱ تیر ۲۱, چهارشنبهاعلان
د یوې امریکایي محکمې پر وړاندې د القاعده د شبکې یوه ملاتړ کوونکي پر دې خبره اقرار کړی دئ چې د امریکا پر کانګرس او پنتاګون باندې ئې له لیرې څخه د چاودیدونکو موادو بریدونه پلان کړي ول.
په واشنګتن کې د عدلیې وزارت په خبره دغه ۲۶ کلن امریکایي الاصله مسلمان دا خبره منلې ده چې ترهګرو ته ئې د بمونو د جوړلو له پاره مواد استولي ول. دی به نو اوس د ۱۷ کلونو په قید محکوم شي.