د القاعدې دوه مشکوک غړي جلال آباد ته څېرمه نيول شوي دي
۱۳۸۵ بهمن ۱۸, چهارشنبهاعلان
يو له بندي شويو کسانو څخه د القاعدې يوه پېژندل شوې څېره ده چې د نوموړې ترهگرې شبکې ته يې خدمت کاوه. دا جې د دوو افغاني اتباعو رول په دې سازمان کې څه دی، په دې اړه پلټنې روانې دي. د افغانستان په ختيځ کې گمان کېږي چې د القاعدې، طالبانو او اسلامي حزب جنگيالي شتون لري. دغه نيونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان په لويديځ په هرات ښار کې درې تنه پوليس د بم يوې چاودنې کې مړه شوي دي چې غوښتل يې شنډ يې کړي. يو بل تن پوليس ټپي شوی هم دی.