1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

«د القاعدې د يوې څانګي دوه مشران ظاهراً په کابل کي دي»

حسین سیرت نجيب الله زيارمل
۱۴۰۴ بهمن ۲۴, جمعه

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارني ټیم ويلي دي چي د راپورونو پر اساس د هند نیمه وچي له پاره د القاعدې د څانګي دوه مشران په کابل کي دي. په راپور کي ویل سوي چي د القاعدې دغه څانګه پر بهرنیو عملیاتو تمرکز کوي.

په کابل کي د يوه مسجد مخي ته په پوځي يونيفورم کي يو طالب
په کابل کي د يوه مسجد مخي ته په پوځي يونيفورم کي يو طالبانځور: Shafiullah Kakar/AFP/Getty Images

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې ټیم یو راپور وايي چي د هند نیمه وچي له پاره د القاعدې څانګه، د افغانستان په جنوب ختیځ کي چېري چي حقاني شبکه ډېر نفوذ لري، فعاله ده.

په دې راپور کي راغلي دي چي د راپورونو له مخي، د القاعدې د هند نیمه وچي څانګي مشر اسامه محمود او د هغه مرستیال یحیی غوري په کابل کي دي.

په راپور کې ویل سوي دي چي د هند په نیمه وچه کي د القاعدې د رسنیو څانګه په هرات کي فعالیت کوي.

سيګار: له افغانستانه اوس هم د ترهګرۍ ګواښ موجود دی

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارني ټیم په راپور کي راغلي دي: «داسي اندېښني سته چي د القاعدې د هند نیمه وچي څانګه په مخ پر ډېرېدونکي توګه پر بهرنیو عملیاتو تمرکز کړی دی.»

په راپور کي زیاته سوې ده چي د القاعدې د هند نيمه وچي څانګه به شاید د دې عملياتو مسؤلیت پر غاړه نه واخلي او انکار به وکړي، ترڅو د افغان طالبانو له پاره چي د القاعدې د دغي څانګي کوربه توب کوي، ستونزي رامنځته نه کړي.

ملګري ملتونه وايي چي په افغانستان کي د ترهګرو ډلو شتون د «اندیښنې سرچېنې» په توګه پرځای پاته ده، ځکه چي د پاکستاني طالبانو بریدونه زیات سوي دي.

آیا افغانستان د ترهګرو ډلو له پاره په خوندي ځای بدل شوی؟

32:15

This browser does not support the video element.

پاکستان: دا راپور زموږ اندېښنې تائیدوي

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي، د پنجشنبې په ورځ په اونیز کنفرانس کي وویل چي د ملګرو ملتونو دغه راپور، په افغانستان کي د تحريک طالبان پاکستان او القاعدې د حضور په اړه د پاکستان روايت تائيدوي.

اندرابي وویل: «موږ به د دې ګواښ د پیژندلو او له منځه وړلو له پاره چي زموږ سیمه یې اغیزمنه کړې ده، له نړیوالي ټولني سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.»

تر سرحدي نښتو وروسته د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې ترینګلي پاته دي، د پاکستان حکومتي چارواکي د طالبانو اداره د ټي ټي پي په ساتلو تورنوي. هغه تور چي تل د طالبانو ادارې رد کړی دی.

که څه هم طالبانو د دې راپور په اړه څه نه دي ويلي، خو د طالبانو اصلي ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اونۍ په امنیت شورا کي د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه مطرح سوي اندېښنې "بې اساسه" وبللې.

هغه ويلي ول چي د افغانستان د وضعیت په اړه ځکه د اندېښنې احساس څرګنديږي چي «افغانستان په دغه غونډه کي حضور نه لري ترڅو خپل مستند دریځ او حقایق وړاندي کړي».

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب