1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان په تهران کې د الماني ژبې انیستیتوت بندول غندلی دی

۱۴۰۳ مرداد ۳۱, چهارشنبه

په تهران کې د الماني ژبې انیستیتوت د تړلو په غبرګون کې المان په برلین کې د ایران سفیر احضار کړی دی. ایران د سه شنبې په ورځ په تهران کې د الماني ژبې انیستیتوت په دې دلیل وتړلو چې «د یو شمیر غیر قانوني کړنو مرکب شوی دی».

Iran Teheran | Deutsches Sprachinstitut DSIT geschlossen
یو شمیر کسان په تهران کې د الماني ژبې انیستیتوت ودانۍ مخته انتظار کويانځور: dpa/picture alliance

د ایران په پلازمېنه تهران کې محکمې د سه شنبې په ورځ په دغه ښار کې د «DSIT» په نوم د الماني ژبې انیستیتوت دوه څانګې وتړلې.

د «میزان» خبري آژانس چې په ایران کې د قضایه قوې اړوند رپوټونه ورکوي په حواله دغه څانګې «د المان حکومت پورې تړلې غیرقانوني مرکزونه» ګڼل شوي وو، کوم چې د «ایران له قانون څخه یې سرغړونه کړې، مختلف غیر قانوني اقدامات او په پراخه پيمانه مالي سرغړونې کړي دي».

د آلمان حکومت د هامبورګ اسلامي مرکز او اړونده سازمانونه تړلي

عیني شاهدانو ویلي دي چې د تهران په شمال اختیاریه سیمه کې یې امنیتي ځواکونه د دې موسیسې د یوې څانګې د محاصره کولو پر مهال لیدلي دي. په داسې حال کې چې د ژبې د یوه بل انیستیتوت مخته په ډیر شمیر کې د پولیسو انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي.

د «DSIT» بنسټ په ۱۹۹۵م کال کې په تهران کې د المان سفارت ایښې و او دغه انیستیتوت په خپل انټرنټ پاڼه کې ځان «د الماني ژبې زده کولو یو له مشهورو ادارو» څخه بولي چې د ځوانانو او مشرانو له پاره په مختلفو سویو کې د الماني ژبې کورسونه وړاندې کوي.

المان د ایران سفیر احضار کړی

د المان د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د الماني ژبې د انیستیتوت بندیدل غندلی دی. وزارت ویلي دي چې «دا په هیڅ ډول جواز نه لري» او د ایران سفیر یې ور غوښتی دی.

د المان د بهرنیو چارو زارت په یوه اعلامیه کې ویلي «د ژبې تبادله د متقابل درک او تفاهم اساس تشکیلوي» او په عاجل ډول یې د انیستیتوت د بیرته پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي دي: «دغه انیستیتوت د ملاقات پيژندل شوی او محبوب ځای دی په کوم کې چې خلک په سختو شرایطو کې د ژبې د زده کولو له پاره ډیر زیار باسي. د دې موسیسي کارمندان هم د ایران او المان د خلکو ترمنځ د اړیکو د پياوړې کولو له پاره خپل کار په ډیره ښه توګه ترسره کوي.»

ولې په تهران کې د الماني ژبې انیستیتوت وتړل شو؟

د «نور نیوز» په نامه یوې بلې رسنۍ چې ویل کیږي د ایران امنیتي ادارې ته نزدې دی، رپوټ ورکړی دی چې د دې موسیسې بندیدل په جولای میاشت کې د المان په هامبورک ښار کې د اسلامي مرکز (IZH) بندیدو ځواب دی.

په هغه وخت کې د المان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر د هامبورګ اسلامي مرکز«په اروپا کې د ایران مهم تبلیغاتي مرکز» بللی و.

ایران د المان حکومت دغه اقدام یو خصمانه عمل او د «اسلاموفوبیا یوه ښکاره بیلګه» بللې وه او په تهران کې یې د المان سفیر احضار کړی وو.

په دې وروستیو کلونو کې د ایران او المان دیپلوماتیکې اړیکې وروسته له هغې خړې شوې چې ایران څو تنه الماني اتباع چې ځينې یې دوه تابعیته یعنې الماني-ایراني ول، د جاسوسۍ په تور بندیان کړل.

په ۲۰۲۳م کال کې جمشید شرمهد چې یو الماني-ایراني ژورنالیست او د سافټویر انجینر و، د ترهګریز «فساد» اړوند تورونو کې مجرم وبلل شو او په اعدام محکوم شو.

آژانسونه: ش.ن/ن.ز

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب