د المانیانو د مصرف کچه اوس هم لوړه ده
۱۳۹۱ مهر ۴, سهشنبه یوه څیړنیز سازمان چې «جې اف کا» نومیږي ویلي دي چې المانیان به د اکتوبر په میاشت کې هم ډیرې پېسې مصرف کړي. د دغه سازمان په حواله الماني پیریدونکو د سپتمبر په میاشت کې هم خپله د مصرف کچه لوړه ساتلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په یو شمیر نورو اروپايي هیوادونو کې د یورو د کړکیچ او د دندو پر دوام باندې د خلکو د اعتبار د کمیدو له کبله پیریدونکو خپله د مصرف کچه راټیټه کړې ده. د پیسو د نه مصرفولو له کبله اقتصادي دوران سستیږي چې د اقتصادي کړکیچ د لا پیاوړي کیدو لامل گرځي.
د «جې اف کا» په حواله په اروپا کې د یورو پر کړکیچ سربیره هم المانیان غوره گڼي چې خپلې پېسې د مصرفي توکو پر رانیولو باندې ولگوي. دې سازمان زیاته کړې ده چې په دې ترڅ کې د سپتمبر په میاشت کې د پېسو له مصرفولو سره د المانیانو لیوالتیا لوړه پاتې شوې ده.
په همدې حال کې له دې خاطره چې په اوسط ډول ډیری المانیانو اوس دا خبره درک کړې ده چې په راروانو څو میاشتو کې به ئې د عاید کچه لوړه نه شي نو هغوی د سپتمبر د میاشتې په پرتله خپله د مصرف کچه نه ده لوړه کړې او په هماغه پخوانۍ اندازه ئې ساتلې ده.
د «جې اف کا» سازمان ویلي دي چې په روانې میاشت کې د المانیانو هغه ویره چې د دې هیواد افتصاد په له ستونزو سره مخامخ شي، کمه شوې وه. دې سازمان همداراز ویلي دي چې په ټول ۲۰۱۲ کال کې به د تیر کال په پرتله د المانیانو د مصرفونو کچه یو سلنه لوړه شي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل