1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان غواړي د پناهندګۍ د پریکړو د بیا کتنې قاعده لغوه کړي

۱۴۰۱ آبان ۱۴, شنبه

اوسمهال باید د المان مسئوله اداره وروسته له درو کلونو څخه د مهاجرو د حفاظت قانوني وضعیت و ارزوي. دا بهیر کارمندان تر فشار لاندې راولي. اوس ټاکل شوې ده چې د بیا کتنې قاعدې په لغوه کولو سره دغه فشار را کم کړای شي.

Symbolfoto BAMF
انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

د المان فدرال حکومت غواړي چې په دغه هیواد کې د پناهندګۍ بهیر د ګړندې کولو له پاره له یوه قانون سره، د پناهندګۍ په پریکړو کې د بیا کتنې قاعده لغوه کړي.

د المان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فېزر یوه ویاند په برلین کې وویل چې په راتلونکي کې د پناهندګۍ پریکړې یوازې د اخراجولو او یا هم د تقاضا د فسخ کولو د دلایلو په صورت کې تر اروزنې لاندې نیول کیږي.

د المان کابینې په دې اړه په موقتي شکل یوه طرحه تصویب کړې ده. دا په دې معنی چې یوه نهایي قانوني طرحه باید د المان د پارلماني لورو له خوا چمتو شي.

پر بامف او محکمو د فشار کمیدل

اوسمهال د کډوالو له پاره د المان فدرالي ادره (بامف) باید ټولې هغه پریکړې چې په وسیله یي یوه پناه غوښتونکي قانوني حفاظتي وضعیت ترلاسه کړی دی، وروسته له درو کلونو نه ورته بیا کتنه وشي، څو ولیدل شي چې آیا اوس هم د دې وضعیت له پاره مخ شرطونه اعتبار لري او که څنګه. د بیلګې په توګه د مهاجرو په مبدا هیوادونو کې د تعقیب او زورونې مسئله یا د مهاجرت دلایل. کډوال مکلف دي چې د خپلو دوسیو په بیا کتنه یا بررسۍ کې همکاري وکړي او فعالانه ونډه واخلي.

دا کار د کلونو راهیسې د پناه غوښتنې د مخ پر ډیریدونکو شمیرو په پام کې نیولو سره د کډوالو او پناه غوښتونکو له پاره د المان پر فدرالي ادارې یو لوی بروکراتیک فشار دی. د المان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي ټاکل شوې ده دغه اداره په داسې یو وضعیت کې قرار ولري چې په راتلونکي کې وکولی شي د پناه غوښتنونکو د غوښتنو په اړه د تصمیم نیونې په برخه کې له ویډیويي تخنیک څخه استفاده وکړي.

اړوند:اوکرایني مهاجرو د المان ښارونه د ګنجایش وروستي حد ته رسولي

د المان حکومت غواړي په قضایي کچه له نوی پلان شوي قاعدې سره، په راتلونکي کې اداري محکمې د دې وړتیا پيدا کړي چې د حقوقي بیا کتنې په بررسیو کې اساسي مسائل د قانوني احکامو له مخې روښانه کړي. په دې وسیله ټاکل شوې ده د اوامرو صادرول یو ډول شي او په لومړیو ابتدایي قضایي پړاونو کې پر محاکمو فشار کم کشي.

ائتلافي حکومت غواړي چې د کلیسایي پناهندګۍ عنعنه محترمه وګڼي

د المان د کورنیو چارو وزارت هم په دې ارتباط ویلي دي چې په روان م کال کې په دغه هیواد کې شاوخوا ۱۳۰۰ کسانو کلیساو ته پناه وړې ده او د المان ائتلافي حکومت هم غواړي چې د «کلیسایي پناهندګۍ عنعنې» ته درناوی وشي.

خو یاد وزارت واضحه کړې ده چې کلیسا کوم حقوقي بنسټ نه دی؛ که یو څوک کلیسایي پناهندګي ترلاسه کوي، سره له دې هم باید د یوې ادارې د پریکړې په صورت کې، دغه هیواد ترک کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب