د المان د ازاد ديموکرات ګوند مشر استعفا ورکړه
۱۳۹۰ فروردین ۱۵, دوشنبهد گيدو ويستر ويله سياسي ژوند ته يوه کتنه: د ۲۰۰۹ کال په پارلماني ټاکنو کي د آزاد ديموکرات ګوند ۱۵٪ رايي خپلي کړې چي دا د ويستر ويلي تر ټولو ستر بری و.
ويستر ويله په خپل ګوند کي ډير ګړندی پر مخ روان و. خو بيا هم د هغه ګوند ۱۱ کاله بايد د المان په پارلمان کي د حکومت د مخالف ګوند په توګه پاته سوی وای. هغه په ۱۹۹۴ کال کي د خپل ګوند جنرال سکرتر او په ۲۰۰۱ ميلادي کال کي يې د ولف ګانګ ګيرهارد څخه د رياست چوکۍ و نيوله او د ازاد ديموکرات د ګوند اول سړی سو.
هغه ويلي ول:« موږ هغه حزب يو چي د خلکو د پاره کار کو. ازاد ديموکرات هغه حزب نه دی چي د سرمايدارانو دپاره کار وکړي، بلکي هغه دی چي په ايډيالوژي سره کار کوي.»
ويستر ويله زيار ايستی چي د ازاد ديموکرات ګوند په خپل منځ کي داسي وي چي د نظرياتو راکړه ورکړه پکښي وي او ډير کارونه بايد پر شعارونو باندي ولاړ وي. خو د ډيرو خلکو سره دا پوښتني را پيدا سوې چي د ويسترويله مرام څه دی؟ ازاد ديموکرات ګوند د دوو ايالتونو په پارلماني ټاکنو کي خپله ماته ډير ژر ومنله. خو بيا يې هم په حکومت کي د پاته کيدو خبره کوله. پوښته داده چي اوس به څه کيږي.
ويسترويله وويل « سياستوال په حقيقت پوهيږي، خو د ويلو جرعت يې نه لري. ځکه دوی دا ويره لري چي ملت د حقيقت اوريدل زغملای نه سي. خو زه دې ته بل ډول ګورم دې. زه وايم چي ملت د حقيقت د زغمولو توان لري.»
خو د هغه څخه نه. په المان کي ډير نادره داسي يو نا محبوب د بهرنيو چارو وزير پيدا کيږي لکه ګيدو ويستر ويله. هغه ډيري غلطۍ کوي. دده هغه غلطۍ دی نور هم زيانمن کړی چي د مارچ په مياشت کښي يې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کي د ليبيا په اړه خپله رايه ونه کاروله. هغه څه چي د انتخاباتو د مخه يې خلکو ته وعدې ورکړي وې چي د ماليو په ورکړه کښي به کمی راځي په هغه کي هم نه دی بريالی سوی.
وروسته تر هغه چي د ازاد ديموکرات ګوند په ايالتي ټاکنو کي ماته وخوړه او په دوو ايالتونو کښي يې پارلمان د لاسه ورکړی، د ګوند په دننه کښي هم ويستر ويله تر نيوکو لاندي راغلی.
خو هغه د ګوند څخه د استعفا په اړه هيڅ فکر نه کاوه.
« زه خپل کار په ډير شوق او علاقې سره ترسره کوم. ټول کارونه همغسي پاتيږي لکه څنګه چي ما د ايالتي ټاکنو تر مخه ويلي ول.»
خو ګيدو ويستر ويله د ټولو فشارونو د قبلولو سره سره په پای کي يوازي پاته سو او د ازاد ديموکرات ګوند د رياست چوکۍ يې د لاسه ورکړه. هغه تر لس کلن کار وروسته د ګوند د مشرتوب څخه ووتی.
اکسل/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: احمدولي اڅکزی