د المان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته رسیدلی دﺉ
۱۳۹۱ خرداد ۲۵, پنجشنبهاعلان
د المان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر ویله، د یوه لنډ سفر په ترڅ کې کابل ته رسیدلی دئ. ویسترویله به په کابل کې داسیا د زړه هیوادونو په کنفرانس کې برخه واخلي. په دې کنفرانس کې د نورو تر څنګ د ایران، پاکستان، ازبکستان، چین، هند، روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو گډون کړی دئ.
ویستر ویله به له افغان ولسمشر حامد کرزي سره هم وویني. په دغه کنفرانس کې به افغان ځواکونو ته د امنیتی مسئولیت د ورسپارلو او د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه خبرې اترې وشي.