1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د منل کیدو ژمنه لرونکي په سونو افغانان به رد ځواب ترلاسه کړي

۱۴۰۴ آذر ۱۹, چهارشنبه

سلګونه افغانان چې المان یې د منلو ژمنه کړې او په پاکستان کې منتظر دي، شاید دې هیواد ته د راتګ چانس ترلاسه نه کړي. د المان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې له دوی څخه یې د ځينو د راوستلو له پاره «هیڅ سیاسي لیوالتیا» نشته.

د آلمان د کورنيو چارو وزير الکساندر دوبرينت د وينا په حال کې
د المان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرينت، د ټولو هغو کسانو د دوسیو د بیاځلي ارزونې امر کړی دی چې لا دمخه یې مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي.انځور: Sebastian Rau/photothek.de/picture alliance

د یوه افغان قاضي د شکایت په هکله د المان د اساسي قانون محکمې له یوې پریکړې وروسته، چې لا دمخه یې د المان حکومت له خوا د منل کیدو ژمنه ترلاسه کړې وه او غوښتل یې دغه قضیه تعقیب کړي، د المان د کورنیو چارو وزارت یو اصولي تصمیم نیولی دی.

اړونده موضوع: افغانانو ته د پېسو وړاندیز؛ زرغون گوند یې ناوړه گټه اخیستنه بولي

د المان د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې د چهارشنبې په ورځ وویل چې هغو افغان ښځو او نارینه و ته به چې د موقت برنامې په نوم پروګرام یا د بشري حقونو په لیست کې دي، اطلاع ورکړل شي چې نور د دوی د منلو له پاره هیڅ ډول سیاسي علاقمندي شتون نه لري. په دې مورد کې به نور هیڅ څوک نه منل کیږي.

دا خبره د هغو افغانانو په هکله صدق کوي چې د المان د پخواني حکومت په وخت کې یې د منل کیدو ژمنه ترلاسه کړې وه.

ځکه د المان اوسنی حکومت غواړي تر ډیره بریده دا ډول پروګرامونو ته د پای ټکې کیږدي او د المان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرينت، د ټولو هغو کسانو د دوسیو د بیاځلي ارزونې امر کړی دی چې لا دمخه یې مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي.

د جرمني له خوا د پیسو وړاندیز ته د افغانانو غبرګون

03:14

This browser does not support the video element.

دوبریندت امر کړی دی چې یوازې هغه کسان المان ته د راتګ اجازه لري چې د منل کیدو ژمنه یې «په قانوني ډول الزامي» وي.

له دې پريکړه څخه کابو ۶۴۰ کسان اغیزمنيږي

د آلمان د بېلا بېلو محکمو حکمونو چې د اغیزمنو شويو کسانو تر شکایتونو وروسته صادر شوي، ښوولې چې د آلمان د پخواني ائتلافي حکومت د منل کیدو د فدرالي پروګرام له خوا ورکړل شوې ژمنه د قانوني نظره الزامي ګڼل شوي دي خو هغه ژمنې د نورو برنامې په ترڅ کې ورکړل شوي دي، تر ډېره ورته د سياسي ژمنو په سترګه کتل کیږي چې کیدای شي لغوه شي.

اړونده موضوع: له پاکستان څخه د آلمان له لوري د منل کيدو د ژمنې لرونکو افغانانو اخراج ادامه لري

دوبرينت د آلمان د اساسي قانون د محکمې د تېرې اونۍ د پريکړې په اړه چې په يوه افغان قاضي پورې اړه پيدا کوي، وويل چې د آلمان تر ټولو سترې محکمې وزارت موظف کړی دی چې د دغه قاضي د ویزې په اړه تصميم ونيسي خو نوموړي دا ونه ويل چې دغه پريکړه به څه وي.

دمګړي کابو ۱۸۰۰ افغان اتباع په پاکستان کې انتظار باسي څو ورسره په کړې ژمنه عمل وي او هغوی آلمان ته انتقال کړل شي. د آلمان د کورنيو چارو وزارت وايي چې دوی څخه یې کابو ۶۴۰ کسانو د «موقت برنامې» (Überbrückungsprogramm) او يا د بشري حقونو د نوملړ له لارې ژمنې ترلاسه کړي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب