د المان زرغون گوند خپل غوره کانديدان اعلان کړل
۱۳۹۱ آبان ۲۰, شنبهد آلمان زرغون گوند د دې هيواد له ستر گوند سوسيال دموکرات سره څو ځله ایتلافي حکومتونه جوړ کړي دي. د دې هیواد د مرکزي فدرالې شورا (بوندستگ) له پاره په راتلونکو ټاکنو کې چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې تر سره کیدونکې دي هم دغه ګوندونه غواړي په ګډه حکومت جوړ کړي.
په اصل کې د آلمان زرغون ګوند د ۲۰۱۳ کال په ټاکنو کې ډیر نوماندان لري خو دغه دوه تنه به بیا وروسته د ایتلافي حکومت د جوړولو پر مهال مهم نقش ولوبوي.
زرغون گوند د شنبې په ورځ د خپل گوند په کنگره کي په مستقيمو رايو د راتلونکو ټاکنو له پاره خپل دوه نوماندان وټاکل چې د زرغون گوند د پارلماني مشر مرستياله آغلې گيورينگ ایکهارد او په فډرالې شورا کي د زرغون گوند پارلماني مشر يورگين تريتين دی.
د زرغون گوند له دود سره سم دا ځل هم یو نارینه او یوه ښځه نومول شوي دي. گيورينگ ايکهارد د دغه مهمې دندې له پاره ۱۳ سيالې نوماندانې لرلې. خو په ټولو ښځينه نوماندانو کي يوازې درې داسي د زرغون گوند غړې وې چي تر منځ يې سيالي ډیره نزدې وه. آغلې گيورينگ ایکهارد د زرغون گوند د دوو نورو ښځينه غړو ريناته کيوناست او کلاوديا روت څخه د کنگرې زياتې رايې وگټلې او په دې توگه په راتلونکو ټاکنو کې د گوند لومړۍ مهمه کانديده سوه. نوموړې د مسيحي کليسا له پروتستانت ډلې سره تړاو لري.
دا لومړی ځل وو چي د آلمان د زرغون گوند څه باندې شپيته زرو عضويت لرونکو د دې حق تر لاسه کړ چي د غوره نوماندانو د ټاکنې له پاره خپلې رايې وکاروي. خو د هغوی له ډلې څخه یوازې څه باندې ۶۱ سلنه یې خپلې رایې وکارولې. يورگين تريتين چي پخوا د آلمان د چاپيريال ساتنې مرکزي وزير هم پاته سوی دی، وتوانید چي د گوند د غړو څه کم ۸۰ سلنه رايې وګټي. آغلي گيورينگ ایکهارد څه باندې ۴۷ سلنه رايې تر لاسه کړې.
د زرغون گوند مرستيالې مشري شتیفې لېمکه، ويلي دي چي د مستقيمه رايو په مرسته د غوره نوماندانو ټاکنه هغه کار دی چي نور گوندونه يې هم بايد عملي کړي. د هغې په وينا د بندو دروازو سياست کړکیچن وي. هغې زياته کړې ده چي زرغون گوند دموکراسي ته نوی ژوند ورکوي.
احمدولي اڅکزی (dpa, AFP, dapd)
کتونکی: مسعود جهش