د المان سنا د NPD گوند د منع کیدو هڅه پیل کړې
۱۳۹۱ آذر ۲۵, شنبهد المان سنا یا Bundesrat یو وار بیا د تندلاري ښي اړخي الماني گوند NPD د منع کولو هڅه پیل کړه. د المان ټولو فدرالي ايالتونو د هېسن په استنثنی د دغې عریضې څخه ملاتړ کړی او په نوموړې شورا کي يې د هغه په پلوي رايي ورکړې ده.
د هېسن ايالت د عدليې وزير Jörg-Uwe Hahn د دغې عریضې په هکله حقوقي او سياسي اندېښنې ښوولي دي. هغه ويلي دي چي که د اين پې ډې د منع کولو دغه کوښښ يو وار بيا ناکامه سي، نو دا به د دغه ښي اړخي گوند په گټه تمام سي. د المان د کورنيو چارو وزير هانس پیترفريدریش، هم د دغه حقوقې پروسې په هکله اندېښنه ښودلې ده. دا چي د المان فدرالي شورای ی بوندستاگ به هم د ايالتونو د پرېکړي ملاتړ وکړي، لا تر اوسه معلومه نه ده. د المان حکومت ويلي دي چي د ۲۰۱۳م کال په لومړيو دریو مياشتو کي به په دې هکله تصميم ونيسي. د اېن پې ډې د گوند د منع کولو يوه هڅه په ۲۰۰۳م کال کي ناکامه سوې وه.