د المان صدراعظمې د سونامي د خبرداري له سیستم څخه لیدنه وکړه
۱۳۹۱ تیر ۲۱, چهارشنبهاعلان
اندونیزیا ته د خپل سفر په پای کې د المان صدراعظمې انګلا میرکل په جاکارتا، کې د سونامي د خبرداري له سیستم څخه لیدنه وکړه. دغه سیستم د المان د تکنالوژي په مرسته کار کوي. دا سیستم د ۲۰۰۴ کال د دسمبر په میاشت کې پس له هغه نصب سو، چې په جنوبي اسیا کې د سختو سیلابونو له امله څه د پاسه ۲۳۰ زره انسانان له منځه ولاړل.