د المان صدراعظم اولاف شولڅ چین ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې د دغه هیواد له ولسمشر شي جین پینګ سره ولیدل. چین د المان ستر تجارتي شریک دی.
د المان صدراعظم د دې لیدنې کتنې په پیل کې د چین رهبر ته خبرداری ورکړ چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې روانه جګړه ټول نړیوال نظم ته د زیان رسولو خطر له ځان سره لري.
شولڅ وویل دغې جګړې او د روسیې «د وسلو نوي کول»، د ملګرو ملتونو د منشور له یوه اصل، یعنې «د دولتي سرحدونو د نه نقضولو له اصل څخه» سرغړونه ده.
دغه څرګندونې له شي سره د شولڅ د خبرو اترو په پیل کې مطرح شوي دي. شولڅ همدارنګه د اقلیمي بدلون په هکله د چین او المان د همکارۍ پر اهمیت خبرې کړي دي.
د المان صدراعظم د اټومي کړکیچ زیاتیدو خطر په هکله هم خبرې کړي دي. هغه وویل: «روښانه ده چې موږ دواړو په پیکینګ کې په خپله وروستۍ ناسته کې اعلان وکړ چې له اټومي وسلو څخه استفاده حتی نباید د ګواښ په توګه مطرح شي.» شولڅ وویل: «زه غواړم نن له تاسې سره بحث وکړم چې څنګه کولی شو په اوکراین کې له عادلانه سولې سره مرسته وکړو.»
شي: ګډ افداف باید تعقیب شي
د چین ولسمشر وویل چې د چین او المان دوه اړخیزې اړیکې به هم په دوامداره توګه پراخې شې، په دې شرط چې دواړه هیوادونه د یوه بل تفاوتونو ته درناوی وکړي او ګډ اهداف تعقیب کړي.
شي په پيکینګ کې اولاف شولڅ ته وویل: «موږ باید دوه جانبه اړیکو ته په هر اړخیز ډول په ستراتیژیک او اوږدمهاله لیرلید سره وګورو او ورته پراختیا ورکړو.»
شي شولڅ ته وویل: «تر هغه وخته پورې چې دواړه خواوې متقابل درناوي ته ژمن وي، د توپیرونو په ساتلو سره د ګډو اهدافو په لټه کې وي او په ورته وخت کې، اړیکې ټینګې وساتي او له یوه بل څخه زده کړه وکړي د دواړو هیوادونو ترمنځ به اړیکې په دوامداره توګه پراختیا ومومي.»
شولڅ د دوشنبې په ورځ وویل چې د چین او المان ترمنځ رقابت باید عادلانه وي او د موټرو د صنعت په برخه کې یې د حمایتي دریځ خپلولو له کبله د چین رهبرۍ ته خبرداری ورکړ.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز
په نړۍ کي د آلمانيانو ساختماني شاهکارونه
د چین له «بوټانیکل گاردن» څخه نیولې، د سعودي تر ملي کتابتون پوري، د آلمان ساختماني شاهکارونه په ټوله نړۍ کۍ موجود دي. په پاریس کې د«کنتیمپریري آرکیټکچر-میډن جرمني» په نوم د دغو ودانیو په اړه نندارتون جوړ شوی دی.
انځور: RSAAپه سعودي عربستان کې قضایې کمپلیس
البرت سپیئر او د هغه ملگرو د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې ډیري حکومتي ودانۍ ډیزائن کړي دي. د قضایي چارو له پاره دغه مخروطي ډوله کمپلکس ودانۍ په ۲۰۰۵م کال کي د آلماني انجینرانو له خوا طرحه او ډیزاين شوه.
انځور: Albert Speer & Partnersد مختلفو موخو له پاره مرکز
د نکِل په نوم آلمانۍ کمپنۍ د روسیې په سانت پیترزبرگ کې دغه روغتیایې مرکز جوړ کړی دی. په دغه مرکز کې روغتون، څیړنیز مرکزونه او د املې او څیړونکو له پاره استوگنځایونه شامل دي. د پوځي او ملکي اهدافو له پاره دغه مرکز د جوړیدو چار په ۲۰۱۳م کال کې پای ته ورسیدې.
انځور: Nickl & Partner Architekten AGد چین په شنگهای ښار کې د ۲۰۱۰م کال د نندارتون په ترڅ کې دغه نباتي بڼ یا شنه خونه چې په ۲۰۷ هکټاره مځکه کې جوړ شوې نندارې ته وړاندي شو. دغه بڼ هم یو آلماني انجینر آؤر ویبر ډیزاین کړی وو. په دغه بڼ کې د نړۍ د مختلفو برخو ونې میوې او بوټي روزل کیږي.
انځور: picture-alliance/Christoph Mohrد ایتهوپیا په سویلي برخه کې د لمریزي انرژۍ په وسیله روښانه شوی دغه دوکان په ۲۰۱۲م کال کې د گرافټ آرکیټیک په نامه یوې آلمانۍ کمپنۍ له خوا جوړ شوی وو. د دغه دوکان پر چت سولري تختې نصب شوي دي.
انځور: Georg Schaumbergerد سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د شاه فهد ملي کتابتون آلمانۍ کمپنۍ «کېربرټ آرکیټیکس» په ۲۰۱۳م کال کې جوړ کړ. د دغي ودانۍ د جوړولو په برخه کې سیمه ییزه معماري هم په پام کي نيول شوې ده.
انځور: DAM2014/C. Richters«ویسنووکا هاؤسنگ کمپلیکس»
له شپږو ودانیو جوړ د استوگني دغه کمپلیکس د قزاقستان په آلماتا کې جوړ شوی دی. براؤن شلوکرمان ډریسن، د دغو اپارتمانونو د جوړوني په برخه کې د زلزلو احتمالي خطر هم په پام کي نیولی دی. په دغه کمپلکس کې چې د جوړیدو چاری یې په ۲۰۱۰م کال کې پای ته ورسیدلې دوه ۱۶ پوړیزې او څلور ۹ پوړیزي ودانۍ شاملي دي.
انځور: Braun Schlockermann Dreesenد ۱۲ ميلیونو کتابونو او ۲۰۰۰ لوستونکو له پاره د کتابتون جوړول يو ستر چیلینج وو. د چین په پلازمېنه پيکينگ کې د ملي کتابتون د پراخولو کار د آلمان د فرانکفورت ښار اوسیدونکي یورگن اینگل له خوا په ۲۰۰۸م کال کې بشپړ شو.
انځور: picture-alliance/landov/J. Liangkuaiد منگوليا د پلازمېنې النباتور په سویل کې دغه ښاري پلان تر اوسه پوري بشپړ نه دی. د دغه ښار په مرکز کې د بودها ۵۴ متره لوړه مجسمه هم جوړه شوې ده. په دې ښار کې به موټر چلولو ته اجازه نه ورکول کیږي. ټاکل شوې ده چې دغه پروژه به په ۲۰۱۶م کال کې بشپړه شي.
انځور: RSAA