1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان پولیسو د نوي نازیانو افراطي ډلې اته غړي نیولي دي

۱۴۰۳ آبان ۱۵, سه‌شنبه

د المان لویې څارنوالۍ د اتو ښي اړخو افراطیانو د نیولو امر کړی وکړ چې ویل کیږي غوښتل یې له تاوتریخوالي او وسلو څخه په استفادې د المان په ختیځو ایالتونو کې د نازیانو په سبک حکومت رامنځته کړي.

پولسو اته کسان له افراطي ښي اړخو سره د تړاو په تور نیولي دي
ویل کیږي چې دغه ډله له ۲۰۲۰م کاله راهیسې جوړه شوې ده. انځور: Tobias Junghannß/dpa/picture alliance'

د المان لویې څارنوالۍ د نوي نازیانو په ترهګریزو فعالیتونو کې د ښکیلتیا په تور یوه شکمنه ډله تر تعقیب لاندې نیولې ده.

د شپیګل ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ د سه شنبې (د نومبر میاشتې ۵ نیټه) په ورځ سهار وختي پولیسو د لایپزیګ او دریسدن ښارونو په ګډون د المان په ختیځو ایالتونو کې ډیر شمیر کورونه وپلټل. په دغو عملیاتو کې ۸ کسان چې د ۲۱ او ۲۵ کلونو ترمنځ عمرونه لري نیول شوي دي.

لویې څارنوالۍ دوی په یوه ښي اړخي افراطي سازمان کې د غړیتوب په تور نیولي دي.

د المان د لويې څارنوالۍ په وینا د هغو تحقیقاتو وروسته چې د جنایي پولیسو او د المان د اساسي قانون د ساتنې ادارې له خوا ترسره شوي دي، په ډاګه شوې ده چې دغه کسان د «ساکسوني بیلتون غوښتونکو(SS)» په نوم نظامي ډلې سره یوځای شوي دي.

ویل کیږي چې دغه ډله له ۲۰۲۰م کاله راهیسې جوړه شوې ده. په نیول شوو کې دوه اتریشي ورونه هم دي چې ویل کیږي د یوې مشهورې ښې افراطي کورنۍ غړي دي.

د «قومي پاک سازي» اراده

پر دغو کسانو تور لګول شوی چې د «ایکس ورځ» په نوم په یوې معینې ورځې یې له وسلو څخه په استفادې د المان د هیتلر دور د ایډیالوژۍ مطابق یو حکومت رامنځته کولو اراده درلوده.

دوی د دې کار له پاره د نیمه پوځي یا ملیشه ډلو په څیر تمرینونه کړي او د سړک پر سر د جګړې او له ګرمو وسلو څخه د استفادې په برخو کې یې روزنه ترلاسه کړې ده.

د لويې څارنوالۍ په حواله د «ساکسوني بیلتون غوښتونکو(SS» ډله له ۱۵ تر ۲۰ کسانو څخه تشکیله شوې ده چې د توکمپالنۍ او یهودانو سره د دښمنۍ په اساس رامنځته شوې ده.

دوی په دې باور دي چې المان د پاشل کیدو په درشل کې دی او په یوه مشخصه ورځ به یې حکومت او ټولنیز جوړښت سقوط وکړي.

د المان لويې څارنوالۍ ویلي دي: «دغې ډلې اراده درلوده چې په دې فرصت کې له تاوتریخوالي څخه په استفادې، ساکسوني سیمې او احتمالاً د ختیځ المان ټولې سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي او هلته د ناسیونال سوسیالیزم د ټولنیز نظام په اساس یو حکومت رامنځته کړي.»

لویې څارنوالۍ زیاته کړه چې دوی اراده درلوده چې په دغو سیمو کې د «لزوم په صورت کې» پر «قومي پاکسازۍ» هم لاس پورې کړي.

آژانسونه: ش.ن/ س.ر

انتي سیمیتزم کله پیلیږي؟

12:59

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب