1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان پولیسو په يوه موټر کې ۱۶ مهاجر پیدا کړي

۱۴۰۱ مهر ۲۶, سه‌شنبه

د المان پولیسو په یوه باروړنکي موټر کې ۱۶ مهاجر پیدا کړي دي. د دغه موټر موټروان د انساني قاچاق په تور نیول شوی دی.

د المان د پولیسو له خوا مهاجر نیول شوې
د المان د پولیسو له خوا مهاجر نیول شوېانځور: Blatterspiel/Jan Huebner/IMAGO

د المان پولیسو دغه ۱۶ مهاجر د بایرن ایالت په میتنوالد ښار کې په داسې حال کې نیولي دي چې په یوه کوچني باربري موټر کې پټ ول.
پولیسو د دوشنبې په ورځ ويلي دي، داچي د دغو مهاجرو تعداد ډیر وو، نو يو پر بل سربیره پراته وه.
د دغه بار وړنکي موټر موټروان د کډوالو له شتونه بې اطلاعې ښودلې، خو د پولیسو په وینا هغه یې د انساني قاچاق په تور نیولی دی.
د پولیسو مامورین وایې داسې مهال د دغو مهاجرو پر شتون یې شک کړی چې د موټر د کنټرول کولو پر مهال یې د یوه ماشوم غږ اوریدلی دی، د پولیسو په وینا دغه کډوال د ترکیې کرد دی.
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل