1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان «پوما» ټانکونه په آزموېنه کې په بشپړ ډول ناکامه شول

۱۴۰۱ آذر ۲۸, دوشنبه

دا یوه پوځي تخنيکي ناورين ته ورته بريښي. د »پوما« په نامه د المان ساخت له ۱۸ څخه ۱۸ پرسونل لېږدونکي زغره وال ټانکونه د فایر کولو په يوه آزمايښتي تمرين کې ناکامه شوي دي.

Symbolbild | Deutschland | Militär
انځور: picture-alliance/dpa/P. Schulze

د «شپيګل» المانۍ ورځپاڼې په حواله د الکترونیکي پرزو خرابیدل، د کیبلونو اور اخیستنه او د پاسنۍ برخې عوارضو له کبله د الماني پوځ د تمرین پر مهال ټول ۱۸ آزمایل شوي پوما ټانکونه له کاره ولیدلي دي. دا کیدای شي په ناټو کې د المان پر ماموریت اغیزه وکړي. که دا کار په بیړنیو حالاتو کې د ناټو له ځواکونو سره د ګډو عملیاتو پر مهال شوی وای، ډیره به سخته تمامیدلې.

د المان پوځ (Bundeswehr) د تمرین پر مهال د «پوما» پر وسلو سمبال پرسونل لیږدونکي زغره والو ټانکونو په عصري شوي ډول کې اساسي ستونزې پيدا کړي دي. د «شپیګل» رسنۍ په دې اړه د وسله والو ځواکونو لوی درستیز او دفاع وزارت ته د ۱۰کنډک د قوماندان روپرشت فون باتلر له خوا د استول شوي لیک په استناد یو راپور خپور کړی دی.

د آلمان حکومت تسلیحاتي شرکت ته پر اوکراین د ټانکونو د خرڅلاو اجازه ورکړه

دغه لوړپوړې پوځي قوماندان د «په بشپړ ډول له کاره ولیدنې» رپوټ ورکړی دی. باتلر لیکلي دي دوه وروستي پوما چې لا یي کار کاوه د تمرین پر مهال وروسته له یونیم ساعت څخه په پورتني برخه کې عوارض پيدا کړل او په بشپړ ډول له کاره ولویدل. تر ټولو مهمه دا ده چې د لوړې ټکنالوژۍ لرونکي دې ټانک الکترونیکه برخه ډيره اغیزمنیدونکې ده، حتی د یوه ټانک د چلوونکي په کابین کې د کیبل اورلګیدنه هم رامنځته شوې ده.

په دې ایمیل کې راغلي دي چې سرتیري لادمخه د دغو نیمګړتیاو څخه خبر ول، خو په تیر وخت کې هیڅ کله هم په پرله پسې ډول داسې کومه ستونزه نه وه رامنځته شوې. دغه وسایط په تیر وخت کې د المان په شمال کې هوارو سیمو ته انتقال شوي و او ډیر نه دي کارول شوي.

د المان له پاره د خجالت سبب

د الماني پوځ واحدونه، د «لوړې کچې امادګۍ سره د ګډو ضربتي ځواکونو» په چوکاټ کې له سیاسي او نظامي نظره ناټو ته د المان د ژمنتیا له امله له ډیر اهمیت څخه برخمن دي. ۳۷ زغره وال کنډک چې جنرال باتلر یي مشري کوي، دا ډول وړتیا لري. ټاکل شوې ده چې دغه کنډک به د ناټو په ختیځه جبهه کې عملیات پيل کړي.

نوي نیمګرتیاوې وروسته له هغې ولیدل شوې چې د «پوما» دغه وسله وال زرې ټانکونه عصري کړای شول. د الماني پوځ په حواله د «وسلو موثریت او د سرتیرو حفاظت» لا زیات بهتره شوی دی. تیر کال جګړیزو عملیاتو ته د پوما د دې ماډل د اماده کیدو خبر ورکړل شو.

مودرنه خو له مشکلاتو سره مل

د الماني پوځ له پاره د شاوخوا ۳۵۰ عرادې «پوما» ټانکونو فرمایش ور کړل شوی دی. دغه ټانکونو د خپل پخواني ماډل «ماردر» په پرتله ډیر مودرنه او عصري دي چې د سړې جګړې په اوږدو کې د پوځ په اختیار کې ورکړل شوي دي.

آلمان اوکراين ته درنې وسلې ورکوي

خو سره له دې د کله راهیسې نه چې الماني پوځ ته د دې نوي ډول لومړني ټانکونه سپارل شوي دي، د تخنیکي ستونزو خبرونو یي د رپوټونو په سرټکو کې ځای نیولی دی.

پوما د خپلې اصلي وسلې په توګه پخپله پاسنۍ برخه کې د یوه ۳۰ ملي متري توپ درلودونکی دی. د ماردر برخلاف د حرکت په وخت کې هم کولی شي خپل هدف په دقیق ډول په نښه کړي. یو بل پرمختګ یي د ارتباطي مهارتونو بهتروالی دی.

دغه ټانکونه د وسلو جوړولو د دوو الماني شرکتونو «کراوس- مافای وګمان» او «راین میټال لنډ سیستم» له خوا طرحه شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل