د فرانسې خبري آژانس په حواله، د المپیايي لوبو تر ټولو زړه اتله اگنیس کیلیتي، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جنورۍ دوهمه) په بوداپست کي مړه سوه. کلیتي، تیره اونۍ د سږو د التهاب له امله روغتون ته انتقال سوې وه. هغه به د جنورۍ پر لسمه ۱۰۴ کلنه سوې وای.
د هنگري صدراعظم ویکتور اوربان پر خپل فیسبوک پاڼه د کیلیتي، یو انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي دي: «ستا له ټولو هلوځلو مننه! خدای دي درسره وي.»
د ۲۰۲۴م کال تر ټولو اغیزمنوونکي انځورونه
په دغه کال کې د ویجاړونکو سیلابونو او زلزلو ترڅنګ ډیر شمیر کلتوري پروګرامونه او مراسم هم ترسره شول چې له دې ډلې د پاريس المپیک سیالیو د پرانیستي مراسم هم ډیر په زړه پورې ول.
انځور: JEROME BROUILLET/AFPجاپان: په کانازاوا کې ویجاړ شوي کورونه
جاپانیانو ۲۰۲۴ کال له ویجاړیو سره پیل کړ. د زلزلو یوې شدیدې لړۍ د هیواد مرکز ولړزاوه او یو سونامي هم د هیواد له لویدیځ ساحل سره وجنګیده. د دې په پایله کې په لسونو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. جاپان د پاسفیک په حلقه کې واقع دی، چیرې چې تکتونیکي صفحات یو بل سره ټکر کوي او په پایله کې یې پرله پسې زلزلې او په اورشېندو کې چاودنې رامنځته کیږي.
انځور: Kyodo News/AP/picture alliance د شوګر لوف غرونو مخته نمایش
هنرمنده راکیل پوټي، ډیری وختونه د توجه په مرکز کې ځای نیسي او په دوامداره توګه د برازیل د ورځپاڼو او رسالو سرلیکو ته ښکلاء وربخښي. پوټي د ۲۰۱۴ کال په فیبرورۍ کې د برازیل د ریو دي جینیرو ښار په مشهور کارنیوال کې هم خپل هنر نندارې ته وړاندې کړ.
انځور: Bruna Prado/AP Photo/picture allianceپه لندن کې د بینکسي نوی هنري اثر
د مشهور بریتانوي رسام بینکسي یوه نوې رسامي د مارچ په میاشت کې د لندن په آیلنګټن سیمه کې ولیدل شوه. په زرغون رنګ کې دغه لویه رسمي د یوې ونې شاته پر یوه دیوال پنځول شوې وه. بینکسي په خپل انستاګرام کې تایید کړه چې دا د هغه له خوا پنځول شوې رسامي ده. له بده مرغه له سپین رنګ سره دغې رسامۍ ته زیان اړول شوی چې د رسامۍ د هنر مینه وال یې خواشینې کړي دي.
انځور: Alastair Grant/AP Photo/picture allianceد بنګ پر نوي قانون خوشحالي
د ۲۰۲۴م کال د اپریل په لومړۍ نیټه د بنګو د استعمال قانوني کولو پریکړې ملاتړ کوونکي په برلین کې د برانډنبرګ دروازې مخې ته خپله خوښي څرګنده کړه. دغه قانون بالغو کسانو ته تر ۲۵ ګرامه پورې د وچ بنګ ساتلو او یا په خپل کور کې د بنګو د درو بوټو د کرلو اجازه ورکوي. د دې جشن د لمانځلو له پاره هلته د بنګو یو لوی مصنوعي بوټی هم درول شوی و.
انځور: JOHN MACDOUGALL/AFP/Getty Imagesپه اتن کې د صحرا ګرد یا دوړې
په اپریل میاشت کې که له یوې خوا د پلازمېنې اتن اسمان سور او په زړه پورې ښکاریده، له بلې خوا خلکو ته یې روغتیايي ستونزې هم پيدا کړې. د دې ښار په فضا کې د صحرا ګرد یا دوړو تنفسي ناروغۍ وزیږولې. په روغتونو کې د داسې ناروغانو شمیر زیات شو چې په سا اخیستلو کې یې د ستونزې، ټوخي او سینې درد په څیر شکایتونه درلودل.
انځور: ANGELOS TZORTZINIS/AFPپه سویلي برازیل کې شدید سیلاب
په برازیل مخکې تر دې هیڅ کله هم دوه ډیر د سیلاب اوبه نه وو لیدل شوي. د اپریل په پای کې د برازیل په سویلي ایالت ریوګرانډي دو سول، کې شدید سیلابونه راغلل چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۸۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغه سیلاب د برازیل د تاریخ تر ټولو خراب سیلاب وبلل شو.
انځور: CARLOS FABAL/AFP/Getty Imagesد فلاور مون په زړه پورې ننداره
ډیری خلک په می میاشت کې د «فلاور مون» په لیدلو حیرانه شول. دې ته فلاور مون ځکه ویل کیږي چې دا اکثره د پسرلي په موسم کې راڅرګندیږي. د بشپړې سپوږمۍ ننداره په ځانګړي توګه په اتن کې د پوسیډن د لرغوني معبد دپاسه ډیر په زړه پورې معلومیده.
انځور: Petros Giannakouris/AP Photo/picture alliance په پاریس کې د المپیک سیالۍ
پاریس په خپلو مختلفو مشهورو ځایونو کې د المپیک لوبو کوربه توب په ډیرو شاندارو مراسمو ترسره کړ. دا لومړی ځل وو چې د المپيک د سیالیو د پرانیستې مراسم په کوم سټیډیم کې ترسره نه شول. د دې پر ځای لوبغاړي د لوور موزیم او ایفل برج ترڅنګ د رسم ګذشت په شکل کې په کښتیو کې ولیږدول شول.
انځور: François-Xavier Marit-Pool/Getty Imagesپه تاهیټي المپيک کې د سرفنګ شاندار انځور
عکاس جیروم برویې په تاهیټي کې د سرفنګ د یوې سیالۍ پر مهال شاید د روان کال د المپیک سیالیو یو تر ټولو ښایسته انځور اخیستی وي. نوموړي د برنزو مډال ګټونکی برازیلی سرفر ګابریل مدینا هغه وخت د کامرې په سترګه کې محفوظ کړ، کله چې هغه د سمندرې د یوې څپې د پاسه په فضا کې و.
انځور: JEROME BROUILLET/AFPپه درسدن کې د کارولا پُل نړیدل
د المان په ختیځ درسدن ښار کې په سپتمبر کې هغه وخت یوه ډراماتیکه صحنه ولیدل شوه، کله چې د کارولا پُل یوه برخه ونړیدله. د دې پل نږدې ۱۰۰ متره برخه د ایلبی سند ته ولویدله او له نیکه مرغه په دې پيښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.
انځور: ODD ANDERSEN/AFP/Getty Imagesپه هسپانیا کې د پیړۍ تر ټولو ستر سیلاب
د اکتوبر په ۲۹ د هسپانیې په سویل ختیځ کې په ۲۴ ساعتونو کې دومره زیات باران وشو، څومره چې په عام ډول په یوه کال کې هلته کیږي. باران د والینسیا د دې کوڅې په څیر ویجاړونکی وضعیت رامنځته کړ چې په پایله کې د ۲۳۰ تنو د مړینې او سختو مالي تاوانونو سبب شو. پر چارواکو تور ولګول شو چې پر وخت یې د سیلاب په اړه خبرداری نه و ورکړی.
انځور: Alberto Saiz/AP Photo/picture alliance په فیلپين کې په یوه میاشت کې شپږ واره شدید طوفانونه راغلل چې له دې ډلې په نومبر میاشت کې د سوپر ټایفون (مان یې) یادونه کولی شو. نږدې ۱۴ متره لوړې څپې د دې ټاپویي هیواد له ساحلونو سره وجنګیدل. تیزو بادونو او شدیدو ورښتونو سخت زیانونه واړول او یوازې په لوزون ټاپو کې ۱،۲ میلیونه انسانان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شول. د توپانونو په دې لړۍ کې لږ تر لږه اتو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: Lisa Marie David/REUTERS دغي هنگرۍ له پيښو ډک ژوند تير کړ: د ۱۹۵۲م کال د المپيک په لوبو کي چي په هلسنګي کښي وې او د ۱۹۵۶ کال لوبي چي په ميلبورن کي وې پنځه د سروزرو او ۱۰ د برونزو مډالونه وګټل. هغې باید د ۱۹۴۰م کال د المپيک په لوبو کي هم گډون کړی وای، خو د دوهمې نړیوالې جگړې له امله دغه لوبې و نه سوې. وروسته د یهودي په توگه له لوبو څخه منع کړای سوه. هغه د نوو نازیانو له وژنو څخه په یوه پټنځای کي ژوندۍ پاته سوه. خو د هغې پلار او نور خپلوان په اوسشویتڅ کي په بې رحمانه توگه ووژل سول.
دغي یهودۍ تر ورزشي فعالیتونو وروسته خپل د ژوند ډېر کلونه په اسرائیل کي د ترینرې په توگه تیر کړل.
د المپیک لوبو یو افغان لوبغاړي جرمني کې پناه اخستې