د المپیک کمیټې د غړیتوب له پاره افغان میرمن نومانده شوې
۱۳۹۷ تیر ۳۰, شنبهد المپیک د نړیوالې ټولنې مشر توماس باخ وویل چې د ۲۴ کلنې افغان میرمنې سمیرا اصغري نوماندي چې یو وخت یې د خپل هیواد افغانستان له پاره د باسکتبال لوبې هم کړي، یو لړ اداري کارونه هم کړي دي. باخ یوې خبري ناستې ته په دې هکله وویل: «هغه [سمیرا اصغري] له افغانستان څخه یوه ځوانه میرمنه ده او په افغانستان کې سپورت ته د میرمنو د لاسرسي په برخه کې ډیره فعاله ده او تاسې ټول پوهیږئ چې دا اسانه کار نه دی.»
باخ وړاندې زیاته کړې چې د هغې په نوماندۍ سره موږ غواړو نه یوازې په افغانستان کې نارینه او ښځینه و ته زیګنال ولیږو بلکې په ټولو هغو هیوادونو کې چې ښځو ته پکې د سپورت په برخه کې خنډیونه موجود دي، پیغام ولیږو.
د ټولو نهو نوماندانو څخه چې د روان کال په اکتوبر میاشت کې به ورته رایې واچول شي، پنځه تنه نوماندان چې درې یې میرمنې دي، د المپیک د کمیټې غړي دي او د یوې ځانګړې کمیټې لخوا وړاندیز شوي دي. پاتې څلور نور نوماندان بیا د هیوادونو د المپیک د ملي کمیټې او یا هم د سپورت د نړیوالو فدراسیونونو استازي دي، چې د غړیتوب حقوق هم لري. دغه څلور کسان ټول نارینه دي.