1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

پټ سفر؛ افغان تنکی ځوان څرنگه نوي ډیلي ته ورسید؟

۱۴۰۴ مهر ۱, سه‌شنبه

د «تایمز آف اندیا» هندي رسنۍ رپوټ ورکړی دی چې یو ۱۳ کلن افغان تنکی ځوان چې د «کام ایر» د الوتکې د ټایرونو په ځای کې د ځان په پټولو سره نوي ډیلي ته تللی و، بیرته په هم هغه ورځ کابل ته ډیپورت سوی دی.

آرشیف:  د هندوستان يه مدراس کې هوايی ډگر
د الوتکې د ټایرونو په ځای کې پټیدل؛ افغان تنکی ځوان څرنگه ډیلي ته ورسید؟انځور: Creative Touch Imaging Ltd./NurPhoto/picture alliance

دغه ۱۳ کلن هلک پرته له ټکټ او اسنادو د الوتکې د ټایرونو په برخه کې په پټیدو سره نوي ډیلي ته ورسید. هغې الوتکې چې نوموړی پکښې پټ سوی و، د سهار شاوخوا ۱۱ بجې او لس دقیقې د ډیلی په هوايی ډگر کې ناسته وکړه. د هندي رسنیو د رپوټونو په حواله دغه سفر ۹۰ دقیقې وخت ونیو او افغانهلک پرته له دې چې کوم زیان ورته رسیدلی وي، نوي ډیلي ته رسیدلی دی.

د هوايي شرکت کارکوونکو، دغه تنکی ځوان د الوتکې له رسیدو لږ وروسته هغې ته نیژدې د تگ راتگ په حال کې ولید. نوموړی سمدستي د امنیتي چارواکو له خوا تر پوښتنو گرویږنو لاندې راغی او هغوی متوجه سول چې هغه په کومې غیرمعمولي طریقې سره دغه سفر ترسره کړی دی.

د الوتکې د دقیقې ارزونې په ترڅ کې، د کام ایر امنیتي او تخنیکي ټیم همدارنگه د الوتکې د ټایرونو په ماشین کې یو سوررنگه صوتي لوډسپیکر هم پیدا کړ. ویل کیږي چې دغه لوډسپیکر هم د نوموړي افغان هلک له خوا انتقال سوی و.

دغه هلک د تحقیقاتو له پاره د مربوطه چارواکو له خوا ونیول سو او د رسمي پړاوو له بشپړیدو وروسته، هغه بیرته په هم هغه ورځ د کام ایر په الوتکه کې کابل ته واستول سو.

«کنجکاو وم»

د »ان ډي ټي وي« رسنۍ لیکلي چې نوموړي هلک هندي چارواکو ته ویلي دي چې په پټه د کابل هوايی ډگر ته ننوت او په یو ډول یې وکولای سول د الوتکې د شا د ټایرونو ځای ته ننوزي.

رسمي سرچینو د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه هلک د«کنجکاوۍ» له امله په یو ډول پر دې وتوانید چې د الوتکې د ټایرونو ماشین ته ننوزي.

هغه چارواکو ته ویلي دي چې په پټه د کابل هوايی ډگر ته ننوتلی و. سرچینو ویلي دي چې نوموړي دغه کار د کنجکاوۍ له امله ترسره کړی دی.

چارواکو ویلي دي چې له بشپړې ارزونې او د خرابکارۍ ضد پلټنو وروسته، الوتکه ډاډمنه اعلان سوه.

خو د «اندین اکسپرس» هندي رسنۍ رپوټ ورکړی دی چې دغه هلک غوښتل چې ایران ته ولاړ سي، خو الوتکې هغه هند ته انتقال کړی دی.

نوموړې رسنۍ لیکلي دي چې تجارتي الوتکې معمولاً په ۳۰ تر ۴۰ زره ارتفاع کې الوتنه کوي او په دغه ارتفاع کې د هوا درجه تر منفي ۵۰ پورې راکښته کیږي.

د آکسیجن کمښت د هغه کس د ژوندي پاته کیدو چانس ستونزمنوي چې د ټایرونو په ځای کې، چې نه تودیږي او نه هم کافي آکسیجن لري، سفر کوي .

د هغو قاچاقي مسافرینو د مړینې کچه چې ځانونه د ټایرونو په ماشین کې پټوي، شاوخوا ۷۷ سلنه اټکل کیږي. د اکسیجن له کمښت او یخنۍ له درجې علاوه، د ټایرونو د حرکت له امله د مړینې احتمال او همدارنگه د الوتکې د سقوط خطر هم ډیر دی.

د امریکا متحده ایالاتو د هوایي چلند د ادارې د احصایې له مخې، له ۱۹۴۷م څخه تر ۲۰۲۱ م کال پورې، ۱۳۲ کسانو هڅه کړې ده چې د تجارتي الوتکو د ټایرونو په ځای کې سفر وکړي.

په ۱۹۹۶ م کال کې هندي قاچاقي مسافرین د يوې حادثې ښکار سول. پرادیپ ساینی او ویجی ساینی پر دې بریالي سول چې د «بریتیش ایرویز» ۷۴۷  بوئینگ هغې الوتکې د ټایرونو ماشین ته ننوزي چې له ډیلي څخه یې لندن ته الوتنه کوله. پرادیپ له دغې اوږدې الوتنې څخه ژوندی پاته سو، خو ویجي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل