1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د الکترونيکي سگريټو څکل د کرونا خطر ډېر لوړوي

۱۳۹۹ مرداد ۲۲, چهارشنبه

د الکتروني سگريت تبخيرول د ځوانانو سږي دومره ډېر اغیزمنوي چې هغوی د نه څکونکو په پرتله ډېر په کرونا ناروغه کيږي. دا خبره د ستانفورد کارپوهانو په يوه څيړنه کې ثابته کړې ده.

China Promoter von E-Zigaretten in Peking
انځور: Getty Images/AFP/Wang Zhao

هغه تنکي ځوانان او لويان چې په منظم ډول E یا الکترونيکي سگريت څکي، د هغو په مقابل کې چې دغه سگريت نه تبخيروي، د کوويد – ۱۹ ناروغۍ ډېر شديد علايم ښيي او د کرونا ناروغي پرې سخته تيريږي. په لومړي ځل د امريکا متحده ایالاتو د «Standford School of Medicine » د ماشومانو د ناروغيو پروفيسرې بونی هالپرن فيلشر او د هغې طبي ډلې د معلوماتو او ارقامو د مقايسې له لارې دا څه وښوول. دا څيړنې د اگست میاشتې په ۱۱ نيټه د « Journal of Adolescent Health» په نامه مجله کې خپره شوې ده.

د کرونا پنځه چنده زيات علايم

څېړنه ښيي چې له هغو کسانو څخه چې د کرونا آزموينه یې مثبته وه، هغه چې الکترونيکي سگريت یې کارول، د نورو په مقابل کې پکې د کرونا علايم پنځه وارې زيات ول.

دا په دې معنا نه ده چې د الکترونيکي سگريت په کارونکونکو کې په دې ويروس د اخته کيدو خطر زيات دی، بلکې دا په دې معنا ده چې د E – سگريتو په کارونکو دا ناروغي نسبتاً سخته تیريږي. يعني څوک چې په دې ويروس ککړ شوی وی او په عين حال کې الکترونيکي سگريت هم څکي، د دې احتمال یې پنځه چنده زيات دی چې د توخي، تبې، ستړيا او يا نفس تنگۍ په څير علايم ښکاره کړي.

اړونده موضوع:الکترونیکې سګرټ نور هم خطرناک دي

وار دمخه زيانمن شوي سږي

په هغو کې چې د کرونا د آزموينې څخه ديرش ورځې تر مخه یې نورمال او هم يا الکترنیکي سگريت کارولي ول، د سخت ناروغه کيدو خطر یې آن ۶،۸ سلنه لوړ وو. د څېړنې په ترڅ کې د نورمالو سگريتو د څکونکو په اړه معتبر معلومات ترلاسه  شوي نه دي ځکه د دې څيړنې له پاره تیست شوي کابو ټولو کسانو الکترونيکي سگريت کارول. دا معلومات د هغه نظر سره هم په مخالفت کې واقع دي چې وايي د سگريتو کارول په کرونا د اخته کیدو خطر راکمولی شي.

په څيړنه کې شاملې يوې ډاکترې شيواني ماتور گايها وويل: «ځوانان بايد وپوهيږي چې هغه څوک چې الکترونيکي سگريت کاروي، د کرونا له کبله ډېر له خطر سره مخامخ دي. ځکه چې د دغه سگريتو کارول سږي کمزوري کوي.»

له سگريتو لاس اخيستل پر بدن څه اغیز کوي؟

نوموړې ځوانانو ته د دې سگريتو د غولونکي خونديتوب څخه خبرداری ورکړ. «ډیری [ځوانان] په دې آند دي چې د هغوی سن هغوی د کرونا له شديدو علایمو خوندي ساتي. خو ارقام ښيي: چې دا په هغو کسانو صدق نه کوي چې الکترونيکي سگريت څکي. د ناروغه کيدو خطر يوازې لږ نه بلکې ډېر زيات لوړيږي.»

له امريکا څخه تر ۴۰۰۰ زيات گډونوال

څېړونکو د امريکا له ټولو برخو څخه  د ۱۳ او ۲۴ کالونو ترمنځ سن لرونکو ۴۳۵۱ گډونوالو له معلوماتو څخه استفاده وکړه. په څيړنه کې د الکترونيکي سگريت څکونکو او هغوی چې نه یې کاروي، شمير مساوي وو. له گډونوالو څخه پوښتنه شوې وه چې د کرونا علايم یې لرلي او که نه، تيست یې کړی او که نه او دا چې آیا پايله یې مثبته وه.

د ماشومانو د ناروغيو متخصصه هالپرن فيلشر غواړي چې د دې څيړنې له لارې نه يوازې تنکي ځوانان او ځوانان خبر کړي بلکې له روغتيايي ادارو څخه هم غوښتنه کوي چې لاس په کار شي. هغه وايي: «اوس وخت رارسیدلی دی. د امریکا د خوراک او درملو اداره بايد بيړه وکړي او دا محصولات تنظيم کړي.»

bs/nz (Fabian Schmidt )

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل