1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الکترونیکي تذکرو ویش او ستونزې

۱۴۰۰ بهمن ۱۶, شنبه

د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي هره ورځ په کابل او ولایتونو کې له ۱۶ تر ۱۷ زره کسانو ته الکترونیکي تذکرې توزیع کوي. خو په ځینو ولایتونو د بیومتریک ماشینونو د تذکرو چاپ درولی او خلک د ستونزو شکایت کوي.

Afghanistan Einführung Ausweispapiere
انځور: DW/S. Sirat

 

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د پخواني حکومت پرمهال د بيومتریک شويو یو سل اویا زره کسانو ته یې الکترونیکي تذکرې ویشلي او هره ورځ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له له ۱۶ تر ۱۷ نوي الکترونیکي تذکرې ویشي.

د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رفیع دویچه ویله ته وویل، اوسمهال د هېواد په دوه ویشتو ولایتونو کې د الکترونیکي تذکرو لپاره د بیومتریک بهیر روان دی او هره ورځ ورته تر ۱۷ زرو ډېر کسان د تذکرو ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه ورکوی.

نوموړی وایي: «اوسمهال په ۳۴ ولایتونو کې د الکترونیکي تذکرو توزیع جریان لري. موږ هره ورځ تر ۱۷ زره تذکرې توزیع کوو. په ۲۲ ولایتونو کې بیومتریک اخلو، په کابل کې شل مرکزونه فعال دي. په ۱۲ ولایتونو کې سیستم فعال دی، خو بیومتریک نشو اخیستلی. هره ورځ تر ۱۷ زرو د تذکرو غوښتلیکونه راته رسیږي.»

په هغو ولایتونو کې چې لا تر اوسه د الکترونیکي تذکرو د ویش لپاره بیومتریک سیستم پکې فعال نه دی یو هم د نورستان ولایت دی.

د دې ولایت اوسیدونکي وایي، خلک تذکرو ته اړتیا لري، خو تذکرې نشي جوړولی.

د نورستان د کامدیش ولسوالۍ اوسیدونکي عبدالرحمن دویچه ویله ته وویل، د طالبانو حکومت په راتګ سره په نورستان کې الکترونیکي تذکرې نشي جوړولی او د خلکو ډېر کارونه په الکترونیکي تذکرو پسې بند پاتې دي.

نوموړی وویل: « موږ په بیا بیا د تذکرو مرکز ته ځو خو راته وایي، چې بیومتريک نشته او تاسې انتظار وکړئ. اوس خو الکترونیکي تذکرې ډېر ضرور دي او له تذکرې پرته سفر نشي کیدی. زموږ یو دوست ناروغان لرل او غوښتل یې پاکستان ته یې یوسي خو د تذکرو نه شتون له امله نشي تللی. چې تذکره نه وي هیڅ کار نه کیږي.»

خو په ځينو ولایتونو کې چې د الکترونیکي تذکرو د بیومتریک ماشینونه فعال دي، خلک بیا دغلته د بيومتریک پرمهال د طالب جنګیالیو له لوري د خپلو کسانو له واسطې سر ټکوي. د کابل د ۱۶ ناحیې د مکرویانو اوسیدونکي انس دویچه ویله ته وویل، اوس طالبانو هم په کارونو کې واسطې کوي او خپله یې ولیدل چې یو طالب د بیومتریک پرمهال یو کس بې نوبته رامخکې کړ.

انس وایي: «موږ خوشاله وو، چې طالبانو کې به د خلکو ستونزې په وخت حل کیږي او نوبت به ورته رسیږي، خو دوی خپله نوبت نه عملي کوي. د تذکرې بیومتریک لپاره مې کورنۍ سره تللی وم، موږ انتظار کولو، خو یو طالب جنګیالی یو کس په لاس نیولی بیومتریک لپاره بې نوبته دننه یوړو.»

د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ادارې ویاند محمد حلیم رفیع وایي، د الکترونیکي تذکرو د انلاین سیستم په اتومات ډول غوښتونکو ته د بیومتریک ورځ په ګوته کوي او واسطه کول پکې سخت دي.

نوموړي دغه راز وایي، د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې یې بیومتریک بهیر له دې امله بند دی، چې د پخواني حکومت د سقوط پرمهال یو شمېر الکترونیکي ماشینونه او بيومتریک دستګاوې ورکې شوې وې، خو هلته د تذکرو غوښتنلیکو په برخه کې انلاین کارونه دوام لري.

رفیع وویل: «مرکزونه فعال دي، خو د تحول په جریان کې د ځینو ماشینونه له منځه تللي، انټرنیټ ستونزې لري او زموږ جام ګیټونه غلا شوې وو، نو په دې اساس دا مرکزونه بیرته له سره فعالول غواړي.»

اوسمهال د افغانستان په ډېرو ادارو کې خلکو ته عامه خدمتونه بغیر له الکترونيکي تذکرو نه ترسره کیږي، دغه راز د پاسپورټ جوړولو او بهر ته د تګ لپاره هم د الکترونیکي تذکرو جوړول اړین دي.

ف.ظ/ن.ص.