1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه مړه شوه

۱۴۰۲ مهر ۲۳, یکشنبه

د شهزادګۍ هندیې لور ثریا ملک د شنبې په ورځ په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې مور یې شهزادګۍ هندیه د جمعې په شپه په روم کې مړه شوې ده.

 شهزادګۍ هندیه د شاه امان الله خان او ملکې ثریا له نهو اولادونو څخه یوه وه.

ثریا ملک لیکلي چې شهزادګۍ هندیه په تېرو څلورو لسیزو کې د افغانستان له پاره هلې ځلې کولې څو د نړیوالو ملاتړ جلب او د مرستو پام ورواړول شي.

ثریا کاږي چې مور يې د هغو ټپيانو او ناروغانو پالنه کوله چې په نويمو کلونو کې روم ته لېږدول شوي وو.

شازادګۍ هندیه: امان الله خان د افغانستان له پاره ژړل

05:05

This browser does not support the video element.

همداراز هغې زیاته کړې چې د طالبانو په لومړۍ دوره کې، له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې، شهزادګۍ هندیه د اروپا بېلابېلو ښارونو ته سفرونه وکړل، څو د ښځو پر وړاندې د طالبانو ناسمو تګلارو او سیاستونو په اړه خبرې اترې وکړي او د نړیوالو او د اروپا پام ورواړوي.

د ايټاليا روم ښار، د افغان شاهي کورنۍ د استوګنې ځای ګڼل کېږي، دا همغه ځای دی چې شهزادګۍ هنديې پکښې هم ژوند کاوه. هندیه یوازې د يوې میاشتې وه چې له خپل پلار سره جلاوطنه شوه.

 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل